د عراق پارلمان کُردستان ته د پوځ د لېږلو پرېکړه وکړه

د عراق لوی درستیز عثمان الغانمي تېره ورځ د کُردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې د نتیجې تر اعلان وروسته تهران ته ولاړ او د عراق د صدراعظم حیدر العبادي پیغام یې د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وسپاره.

د عراق پارلمان له صدراعظم حیدر العبادي څخه یې وغوښتل چې د کُردستان، کرکوک سیمې ته پوځیان واستوي او هلته د تېلو د زیرمو کنټرول ترلاسه کړي.

په بغداد کې د چهارشنبې په ورځ د پارلمان رئیس سلیم الجبوري وویل:

"حکومت باید په شمال کې د کرکوک د تیلو زیرمې بېرته خپلې کړي، همدا راز هغه سیمې چې اختلاف پرې شته ونیسي او د تیلو فدرالي وزارت باید د دغو څارنه وکړي او واک یې خپل کړي او هره ډله چې په سیمه کې نفوذ لري هغه پرې نه‎ږدي چې مداخله وکړي."

د عراق د پارلمان رئیس سلیم الجبوري

د عراق مرکزي پارلمان په پرونۍ غونډه کې دا پریکړه هم وکړه چې د کُردستان سرحد باید له بهر سره وتړل شي.

د پارلمان تر اعلان وروسته اردن اعلان وکړ چې د کُردستان اربیل او سلیمانیه ښارونو ته به د جمعې د ورځې د ماښام له شپږو بجو وروسته د اردن د شاهي هوایي چلند الوتکې خپلې الوتنې وځنډوي.

دغه هوایي شرکت د اوونۍ ۱۰ پروازه اربیل او درې هم سلیمانیه ته لرل.

د عراق کُردانو د دوشنبې په ورځ د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه چې نتیجه یې پرون د دې سربېره خپره شوه چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي خبرداری ورکړ چې نتیجه اعلان نه‎کړي.

د کُردستان د انتخاباتو او ټولپوښتنې د خپلواک کمېسیون مشر هندرین محمد نتیجه داسې اعلان کړه:

" ۷۲ اعشاریه ۱۷ فیصده خلکو په ټولپوښتنه کې برخه واخېسته. د ټولو رأیو شمېر دوه میلیونه درې سوه پنځه اتیا زره وو. ۹۲اعشاریه۷۳ فیصده رأییو مثبت ځواب ورکړی او اووه اعشاریه اووه ویشت فیصدو مخالفت کړی دی. "

د کُردانو مشرانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې دوی د عراق له مرکزي حکومت سره خبرو ته تیار دي.

پرون د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د کُردانو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې له کُردانو سره د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرې کېدای شي او کله به هم د ترسره شوې ټولپوښتنې د نتیجې پر سر خبرې ونه کړي.