خبرونه
د عراق د کردمېشتې سيمې اوسېدونکو نن د خپلواکۍ ټولپوښتنې ته رايه ورکړه

د عراقي کردانو په کورواکې سيمه کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې ته خلکو رايه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې بغداد خبردارى ورکړى و، د عراق د اتحاد د ساتلو لپاره به مبارزه کوي او پر دې سيمې به د تېلو عوايد بندوي.
د عراق د کردستان کورواکې سيمې مشر مسعود بارزاني ويلي، نننۍ ټولپوښتنه چې اجرائيه بڼه نه لري، په سيمه کې د خپلواکۍ په اړه د اوږدې پروسې پر لوري لومړى ګام دى.
دغه ټولپوښتنه د عراق تر څنګ د ترکيې او ايران له مخالفتونو سره هم مخامخ شوې ده.
د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم نن په دې تړاو په يوه ويډيويي مرکه کې وويل:
”دغه ټولپوښتنه د کردستان د کورواکې سيمې له تثبيت شويو سرحدونو بهر چې د عراق په اساسي قانون کې تعريف شوي، په کرکوک او موصل غوندې ښارونو کې وشوه. دې سرټمبګۍ يوې فعالې شخړې ته زمينه برابره کړه، چې ملکيان به يې بيه پرې کوي“
د عراق په کردمېشتې سيمه کې تر پنځه مليونه او درې لکه ډېرو کسانو په دې ټولپوښتنه کې د رايې اچونې لپاره نومونه ليکلي او لومړنۍ نتيجې به په ٢٤ ساعتونو کې دننه اعلان شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

د جلالاباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.
توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمهییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.
ټپیان د جلالاباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.
کاردینال رابرت فرانسیس د کاتولیکانو پاپ وټاکل شو

د پنجشنبې په ماښام بالاخره له سیستین عبادتځای څخه سپین لوګی پورته شو او ورپسې د سینت پیټر کلیسا زنګونه وغږېدل، او دا د دې نښه وه چې کاردینالان له څو پړاوه رای اخیستلو وروسته وتوانېدل چې د نړۍ د کاتولیکانو ۲۶۷م پاپ وټاکي.
کاردینال رابرت فرانسیس، چې لقب یې څوارلسم پاپ لیون دی، په خپله لومړنۍ وینا کې د خبرواترو او سولې غوښتنه وکړه.
څوارلسم پاپ لیون، چې امریکايي دی، د سینټ پیتر کلیسا برنډې ته راووت او خپلو پیروانو یې هرکلی وکړ.
پرون (پنجشنبې) د ماښام په ۶ بجې او ۷ دقیقو، چې سپین لوګی پورته شو، په سینت پیټر میدان کې ګڼ شمېر راټولو شویو خلکو د خوښۍ چغې ووهلې، کشیشانو د صلیب نښه وکښله او راهبو وژړل، په داسې حال کې چې په میدان کې راټول شوي ولس چیغې وهلې: «ژوندی دې وي پاپ!»
د سپین لوګي پورته کېدل دا معنا لري چې ګټونکي لږ تر لږه ۸۹ رایې تر لاسه کړي، چې دا د ۱۳۳ ګډونکوونکو کاردینالانو له جملې څخه د پاپ فرانسیس د ځایناستي د ټاکلو لپاره لازم شمېر و.
د افغان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تالقان ښار کې درې سیمه ایز خبریالان نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار ولایت کې د دریو سیمه ایزو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د خبریالانو دې مدافع ټولنې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور په تالقان ښار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو له خوا نیول شوي دي.
د بیان له مخې تیمور او منیر د دوشنبې په شپه او ابراهیمي د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او پر واکمنو طالبانو یې غږ کړی چې دا خبریالان سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې په دریمه، د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د بیان پر آزادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.
مېرمن اوتونبایووا وویل، د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخامخ شي.
د روسیې له خوا د اوربند تر اعلان وروسته د اوکراین په ډېرو سیمو کې نن کراري وه

په داسې حال کې چې روسیې پر نازي جرمني د بریا د کلیزې په مناسبت اوربند اعلان کړی، د اوکراین په ډېری ښارونو کې نن کراري وه.
د تېرې شپې له درنو بمباریو وروسته نن سهار ډېری سیمې چې پخوا به د ورځنیو جګړو راپورونه ترې خپرېدل آرام وو.
خو په عین حال کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د روسیې جنګي الوتکو نن سهار د اوربند د نافذیدو په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین په شمال ختیځه سومي سیمه کې دوه ځلې هدایت کېدونکي بمونه وغورځول.
همداراز په ختیځه دونېڅک سیمه کې پوځي سرچینو ویلي چې روسي ځواکونو سهار مهال د بې پیلوټه الوتکو او بمونو حملې وکړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ له اوکراین سره په جګړه کې د ۷۲ ساعتونو په مخه اوربند اعلان کړ. دا اوربند په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پروړاندې د بریا له اتیایمې کلیزې سره چې په روسیه کې د درې ورځني جشن په ترڅ کې لمانځل کېږي سره برابر دی.
ښاغلي پوتین نن د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره چې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د څو نورو هېوادونو له مشرانو سره مسکو ته رسېدلی دی، په کریملین کې وکتل.
د فرانسې ولسمشر وايي چې هېواد یې د سوریې د انتقالي دولت ملاتړ ته چمتو دی

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سوریې د انتقالي دولت له مشر احمد شرع څخه د خپل هېواد ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.
ښاغلي مکرون فرانسې ته د شرع د سفر پرمهال په خپلو څرګندونو کې همداراز ټینګار وکړ چې د پاریس ملاتړ په سوریه کې د یوه سوله ایز او ټولګډونه سیاسي بهیر په پیل پورې تړلی دی.
مکرون وویل، د سوریې موقت دولت باید قومیت، مذهب او د سیاسي نظریو توپیر ته له پام پرته د سوریې د ټولو خلکو ملاتړ تضمین کړي. هغه زیاته کړه چې که شرع د اصلاحاتو پر لور ګامونو ته دوام ورکړي اروپايي ټولنه کولای شي پر سوریې د لګېدلو تحریمونو د راکمولو بهیر پیل کړي.
په سوریه کې په تېرو څو اونیو کې د تاوتریخوالي پېښې وشوې او د دروز اقلیت وسله وال له سني ملېشو سره ونښتل.
د سوریې انتقالي دولت په مارچ میاشت کې د پرځېدلي ولسمشر بشاراسد رژیم ته د وفادارو وسله والو د حملو په ځواب کې پوځي عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې له دواړو خواوو ګڼ کسان ووژل شول.
احمدشرع دا نښتې خواشینوونکې وبللې خو ویې ویل، د ده دولت له هغو کسانو سره حساب کتاب ته ژمن دی چې د سوریې له خلکو سره یې بېعدالتي کړې ده.
شرع چې د هیات تحریر شام د اسلامپالې ډلې مشر دی، په تېره لیندۍ میاشت کې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. نوموړی اروپا ته د خپل سفر په لومړي ګام کې پرون فرانسې ته ورسېد. شرع له دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.
اسلام آباد اونوې ډېلي، یو-بل د بې پیلوټه الوتکو په حملو تورن کړل

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ پرځای پاتې دی، دواړو هېوادونو نن- د مې ۸مه یوبل د بې پیلوټه الوتکو په حملو تورن کړل او دواړو د دې حملو د شنډولو ادعاوې وکړې.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال احمد شریف وویل چې د هند په حملو کې په سند کې یو ملکي وګړی وژل شوی او په لاهور کې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې همداراز وویل چې د هند ۲۵ بې پیلوټه د هوايي مدافعې د ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.
په عین حال کې د هند د دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له حملو وروسته یې تېره شپه په څو سیمو کې د پاکستان د هوايي مدافعې ځواکونه په نښه کړي دي خو د هند پوځ نه دي ویلي چې آیا دا حملې یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې وسله والو د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل. په ځواب کې یې د هند پوځ د چارشنبې ورځې په سهار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب کې نهه سیمې په نښه کړې.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر په لندن کې د اسراییل پر سفارت د برید په پلان کې د تهران لاس لرل رد کړل

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي هغه تورونه رد کړي دي چې ګنې هېواد یې په لندن کې د اسراییلو پر سفارت د برید په پلان کې لاس لري.
له دې مخکې د برتانیا پولیسو ویلي و، چې اوه ایراني وګړي یې د تروریستي حملو د ترسره کولو په تور شک نیولي دي.
ښاغلي عراقچي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له ډیپلوماتیکو سرچینو څخه یې هېڅ ډول رسمي اطلاعات نه دي ترلاسه کړي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې ایویټ کوپر ویلي دي چې تورن کسان د ایران د فعالیتونو په اړه له اندېښنو وروسته ونیول شول.
ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا نیونې په لندن کې د ایران پر سفارت د برید د طرحې له افشا کېدو وروسته شوې دي، خو چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هند وايي، د پاکستان انتقامي برید ته به په ډېر- ډېر قاطعیت ځواب ووايي

د پاکستان پر قلمرو د هند له حملې یوه ورځ وروسته نوې ډېلي ګواښ کړی چې د پاکستان هرراز انتقامي اقدام ته به په خورا ډېر قاطعیت ځواب وايي.
د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر نن په نوې ډېلي کې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پرمهال وویل چې پر پاکستان د دې هېواد حمله دقیقه او سنجول شوې وه خو ده زیاته کړه چې که پاکستان ځوابي برید وکړي نو په دې کې به هېڅ شک نه وي چې په ډېر- ډېر قاطعیت سره به ځواب ورکړل شي.
په داسې حال کې چې په کشمیر کې په ګډ سرحد کې له څو ورځو راهیسې پیل شوې نښتې اوس په توپچي ډزو بدلې شوي، د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ژمنه کړې ده چې د هند برید ته به په انتقامي اقدام سره ځواب ووايي.
د هند له حملې وروسته له پرونۍ ورځې راهیسې تراوسه پورې له دواړو خواوو د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۴۵ کسانو د وژل کېدو خبرونه رارسېدلې دي.
هند وروسته له هغه د پاکستان پر خاوره برید وکړ چې د اپریل په ۲۲مه نېټه د کشمیر په پهلګام سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر سیلانیانو ډزې وکړې. د هند په حملو کې چې په نهو موقعیتونو کې وشوې، ۲۶ کسان ووژل شول. هند پر پاکستان تور ولګاوه چې د دې ډلې ملاتړ کوي خو پاکستان دا تور رد کړی دی.
له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي چې هند د پاکستان خاورې ته یرغلیزې بې پیلوټه الوتکې لېږلې دي. د پاکستان پوځ پر هند د پاکستان له حملې یوه ورځ وروسته په یوه بیان کې وویل چې د یوه هندي ډرون په برید کې څلور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.
د جرمني حکومت دې هېواد ته د ډېری غیرقانوني کډوالو پر ننوتو بندیز لګوي

د جرمني نوی حکومت وايي چې ډېری غیرقانوني پناه غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له سرحدونو څخه دې هېواد ته ننوځي. دا په داسې حال کې ده چې نوی صدراعظم فریدریښ میرڅ هڅه کوي دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د بې نظمه ننوتلو او ورسره د افراطي ښي اړخو د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د کډوالو پرمخ د سرحدونو بندول د ښاغلي میرڅ د پالیسۍ مهمه برخه ده ځکه دی غواړي چې د جرمني لپاره د بدیل AfD په نوم د کډوالو مخالف سیال ګوند، پراخ نفوذ ترلاسه نه کړي. دې ګوند د فبروري په انتخاباتو کې دوهم ځای وګاټه او محبوبیت یې په نظرپوښتنو کې په زیاتېدو دی.
جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران په اوج کې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل چې ډېری د سوریې او افغانستان وګړي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان کې د شري پېښې په زیاتېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې په افغانستان کې د شري یا سرخکان د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.
دې سازمان پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې واکسین د شري د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره بللې ده او له خلکو یې غوښتي دي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.
په تېره اپریل میاشت کې WHO په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي. د دې راپور له مخې تر اپریل میاشتې پورې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی دی.