هند ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سفر اجنډا!

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نن نوي ډیلي ته ځي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، هند ته د عبد الله عبد الله سفر مهم دی او دواړه خواوې به پر هغو ټولو هغو مسئلو خبرې وکړي چې په افغانستان پورې اړه لري.

ښاغلي فیصل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل اجرائیه رئیس به د هند له صدراعظم نریندرا مودي او د بهرنیو چارو له وزیرې سوشماسواراج سره وویني.

جاوید فیص

نوموړي زیاته کړه:

"له هندي چارواکو سره به د افغانستان لپاره پر ټولو مهمو او اساسي موضوعاتو بحث وشي، د دې ترڅنګ به د یو ایس ای ډي په مالي او تخنیکي همکارۍ تنظیم شوی یو نندارتون هم چې د افغانستان د سوداګرۍ او بیارغونې په هکله دی، هم پرانیزي."

اجرائیه ریاست وايي، له ښاغلي عبد الله سره په دې سفر کې د کابینې د یو شمېر وزیرانو سربېره شااوخوا دوه سوه سوداګر او پانګه وال هم ملګري دي او په هند کې به د دغه هېواد له تجارانو او پانګه والو سره ګډه غونډه هم وکړي.

دې ته په پام سره چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې له هند څخه غوښتنه شوې ده چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي، اجرائیه ریاست وايي، د امریکا ستراتیژۍ هم افغانستان ته او هم هند نوي فرصتونه برابر کړي دي او عبد الله عبد الله به له همدې فرصتونو څخه د ښې استفادې په اړه له هندي چارواکو سره وغږېږي.

بل لور ته د هند د ددفاع وزیرې نرمالا سیتارام پرون په نوي ډیلي کې د امریکا د دفاع له وزیر جیمز متېس سره تر خبرو وروسته افغانستان ته د هندي ځواکونو د استولو احتمال رد کړ خو ټینګار يې وکړ چې نوی ډیلی به د افغانستان د بیارغونې په پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د امریکا ددفاع وزیر له افغانستان سره د هند مالي مرستې ګټورې او مهمې وبللې او په افغانستان کې يې د ډیموکراسۍ ،ثبات او امنیت لپاره د هند د همکاریو ستاینه وکړه.

د افغان چارواکو په وینا هند تر اوسه له افغانستان سره د بیارغونې او اقتصادي ودې په برخو کې څه د پاسه دوه میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.