م.م: د افغانستان ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان مسئله وڅېړل شوه.

په ملګرو ملتو کې د امریکا د استازې مرستیالې مایکل سیسن دې غونډې ته وویل چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي:

"زموږ پیغام طالبانو او د دوی ملاتړیو ته دا دی چې تاسو جګړه نه شي ګټلی، د سولې لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي، تاسو باید له شخړو لاسو اخلئ، له نړیوال ترورېزم سره خپل اړیکي وشلوئ او د افغانستان اساسي قانون ومنئ."

مېرمن سیسن زیاته کړه چې امریکا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د سمدستي خبرو د پیلېدو ملاتړ کوي، داسې خبرې چې وار له مخه شرط پکې نه وي ایښودل شوی.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ملګري ملتونه د سولې د خبرو حمایت کوي.

تادامیچي یاماموتو زیاته کړه چې موږ باید د جګړې د بلې دورې تر پیلېدو مخکې د سولې هر اړخیزې خبرې پیل کړې وي.

تادامیچي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي بیا ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې ملګري ملتونه له ټولو لو سره مرسته وکړي.