ارزګان کې د روغتیايي مرکزونه د بيا پرانېستلو لپاره د طالبانو غوښتنې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له وسله‎والو طالبانو سره د تماس او خبرو هڅې کوي څو په ارزګان کې د روغتونو د فعالیت په اړه د هغوی غوښتنې ورته معلومې شي، ویې څېړي او ترسره یې کړي.

د وزارت ویاند، وحیدالله مجروح پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، له رسمي او غیر رسمي سرچینو معلومات ور رسېدلي چې وسله‎والو طالبانو په ارزګان کې د مرکزي روغتون په ګډون ټول روغتیايي مرکزونه بند کړي او د بېرته پرانېستلو لپاره یې ځینې غوښتنې کړي دي.

مجروح وویل، دوی ته دې وخت ورکړل شي.

وحیدالله مجروح زیاته کړه:

"په ارزګان کې دا ستونزه را مخکې شوې ده. زموږ د رپوټونو پر اساس، وسله‎والو مخالفینو یو لړ غوښتنې کړي، هغو سیمو ته یې د روغتیايي خدماتو د رسېدو غوښتنه کړې چې هلته تر اوسه روغتونونه نشته، همدا راز په ځینې روغتیايي مرکزونو کې یې د روغتیایي خدماتو د ظرفیت لوړېدو غوښتنه کړې ده. د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان د خلکو ټولو غوښتنو ته که د هرې سیمې او ډلې وي د قدر په سترګه ګوري او زموږ تعهد دا دی چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو هره غوښتنه پرځای کړو خو زموږ توقع دا ده چې د افغانستان د سیاسي او پوځي لانجو له دخیل لوري د روغتیا سکټور خپلو سیاسي او پوځي جګړو کې ښکېل نه‎کړي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې رسماً، وسله‎والو طالبانو له دوی کومه غوښتنه نه‎ده کړې او هیله یې څرګنده کړه چې د قومي مشرانو، د سیمې د خلکو او د امنیت شورا د هڅو په پایله کې به له وسله‎والو طالبانو سره د تماس امکان پېدا شي څو د عامې روغتیا وزارت وپوهېږي چې د هغوی غوښتنې، دقیقاً څه دي.

وحیدالله مجروح وايي:

"په دې ځانګړي مورد کې زموږ هڅه دا ده چې له رسمي او غیر رسمي لارو، لازم تفاهم رامنځته شي څو هم موجود روغتیايي مرکزونه بیا پرانېستل شي او هم موږ ته فرصت راکړل شي چې د سیمې خلکو ته د بهتر روغتیايي خدمت لپاره د مقابل لوري غوښتنې ترسره کړو."

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي، دادمحمد پرون شنبه په ترینکوټ کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې ډاکټرانو د وسله‎والو طالبانو له وېرې د ناروغانو له درملنې لاس اخېستی دی.

دادمحمد وايي:

"شفاخانې ته ورغلم، پرون جراح صاحب راته وویل چې زه که دا عملیات وکړم، ما وولي. مریض له مرګه سره خوله په خوله و."

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې هغه ولایت ۵۹ روغتیايي مرکزونه لري چې لږ تر لږه ۵۴ یې تړل شوي دي.

د هغه په وینا، د ترینکوټ مرکزي روغتون په بشپړ ډول نه‎دی تړل شوی.

دوست محمد نایاب وویل چې د سیمې د خلکو او قومي مشرانو په مرسته د ستونزې د حل لپاره یوڅه پرمخ تللي خو د پایلو څرګندول یې مخکې له وخته ګڼي.