هیلي: د شمالي کوریا د غیر مسؤلانه چلند دوام به دا هېواد له‌منځه یوسي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي خبرداری ورکړ که د شمالي کوریا د لانجې د هواري لپاره ډیپلوماسي ناکامه شي دا موضوع به له پوځي لارې د امریکا دفاع وزارت ته راجع شي.

هغې له «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون سره د دې خبرې وضاحت داسې ورکړ چې که شمالي کوریا له خپلو غیر مسؤلانه کړنو لاس په سر نه‎شي او امریکا هم خپلې دفاع ته ودانګي نو شمالي کوریا به د هغې په خبره له‎منځه یوړل شي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي

نوموړې وايي:

"که شمالي کوریا همدې غیر مسؤلانه چلند ته دوام ورکړي او که د امریکا متحده ایالات په هره لاره د خپل ځان او متحدینو دفاع کوي شمالي کوریا به له‎منځه لاړه شي."

تمه ده د ملګرو ملتونو په ۷۲ عمومي اسامبله کې چې د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې پيلېږي د شمالي کوریا له‎خوا د اټمي راکټونو ازموینه او ورسره تړلې لانجې به د بحث وړ عمده موضوع وي.

اغلې هیلي وویل، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې اوس وخت هر څه چې ترسره کېدلای شوی، شوي دي او که ډیپلوماسي ناکامه شي خبره به د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره دوشنبه پر شمالي کوریا د تازه بندیزونو پرېکړه‎لیک تصویب کړ چې تر ډېره‌یې له شمالي کوریا سره په اقتصادي راکړو ورکړو او نورو معاملو تمرکز کړی دی.

دې شورا د شمالي کوریا تر شپږمې راکټي ازموینې یوه اوونۍ وروسته دا بندیزونه پر شمالي کوریا ولګول.

خو شمالي کوریا غلې نه‎وه پاتې د دغو بندیزونو تر لګولو وروسته‌یې یو ځل بیا د جمعې په ورځ یو متوسط واټن ویشتونکی میزایل وتوغاوه چې د جاپان له هوکاېډو ټاپو تېر او په پاسیفیک سمندر کې ولوېد.

ّپه ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې نیکي هیلې وویل، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې میاشتې خبرې خالي څرګندونې نه‎وې.

ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا به داسې قهر او غضب سره مخ شي چې ساری یې نه‎وي لیدل شوی.

شمالي کوریا د وروستۍ راکټي ازموینې په دوام خبرداری ورکړ چې جاپان به غرق کړي او امریکا به په ایرې بدله کړي.

د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینه تر پخوانیو هغو ډېره ګواښوونکې وبلل شوه او ان د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو د دغه راکټ وهلي واټن او ارتفاع ته په کتو د امریکا د ګوام ټاپو هم له خطر سره مخ وبلله.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي چې دغه راکټ په ۷۷۰ کېلو متره اعظمي ارتفاع کې ۳۷۰۰ کېلو متره واټن وهلی او په پاسیفیک سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کېلو متره لیرې لوېدلی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی