د فراه والي: له طالبانو نه د ایران د ملاتړ د مستند کېدو په اړه هڅې روانې دي

د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي هڅې یې پيل کړي چې له وسله‌والو طالبانو نه د ایران د پوځي ملاتړ او دوی ته د وسلو د چمتو کولو په اړه بشپړ اسناد راټول کړي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په دې اړه زیات معلومات ورسره دي، خو له شریکولو یې ډډه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په هڅه کې یو او ټولې خبرې سپینې نه‌شو ویلی، موږ په دې هڅه کې یو چې په دې اړه بشپړ اسناد چمتو کړو او ټول حرکات په مستند ډول ووایو، موږ اوس ټول په مستند کېدو پسې ګرځو."

له دې وړاندې هم له وسله‌والو طالبانو نه د ایران د پوځي ملاتړ او دوی ته د وسلو د چمتو کولو په اړه راپورونه خپاره شوي و، خو تر اوسه‌یې په اړه کره اسناد او مدارک نه‌دي وړاندې شوي.

د فراه والي مخکې ویلي و، وسله‌وال طالبان په فراه کې زیات مالي او پوځي امکانات لري او طالب مشرانو ته په ایران کې کورونه هم ورکړل شوي دي.

فراه له ایران سره ۲۸۹ کېلو متره ګډه پوله لري او د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي، پر ټول سرحد کنټرول نه‌لري.

وموغوښتل چې په دې اړه په کابل کې د ایران د سفارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

له دې وړاندې ایران په وار وار دا ويلي چې د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوي.

وسله‌والو طالبانو هم تل له دوی سره د ایران د پوځي ملاتړ په اړه راپورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت په دې اړه له ټولو ګاوندیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

دواخان مینه پال

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او ورسره شریکوي یې، موږ هڅې کوو چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ګاونډيتوب اصولو ته په پام سره کار وکړو او د دواړو خواوو ستونزو ته حل لارې پیدا کړو."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې له وسله‌والو طالبانو سره د ایران د پوځي ملاتړ په اړه د دوی راپور نه‌دی بشپړ شوی.

دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې اړه څېړنې کوو، که چېرې دا موضوع حقیقت ولري هغه به د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه او تعقیب به شي."

د چارو یو شمېر کارپوهان له هغې ډلې انتظار خادم په دې باور دی چې ایران په افغانستان کې د داعش له نفوذ څخه په وېره کې دی او باید افغان چارواکي په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا، ایراني چارواکو ته باید قناعت ورکړل شي چې د افغانستان له خاورې ورباندې حمله نه‌کېږي، که ایران له وسله‌والو طالبانو سره همکاري کوي باید ورنه لاس واخلي.

راپور: رحمت‌الله افغان