د پاکستان لوی درستیز: د افغانستان جګړه په خپله خاوره کې نه‌شو کولای

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، د افغانستان د ملاتړ په برخه کې یې هېواد تر اوسه له خپلې وسې زیاته مرسته کړې، خو د دې هېواد لپاره جګړه په خپله خاوره کې نه‌شي کولای.

جنرال قمر جاوید باجوه وویل:

"موږ له خپله وسه او ظرفیتونو زیات د افغانستان ملاتړ وکړ، خو نه‌شو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو، موږ د زړه له کومې له افغانستان سره د خبرو او سولې هڅه کړې، خو په هر صورت افغانستان یو خپلواکه هېواد دی چې خپلې پرېکړې په خپله کوي."

جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونۍ پرون په راولپنډۍ کې د دفاع د ورځې د لمانځلو په مناسبت مراسمو ته د وینا په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې هېواد ډېره قرباني ورکړې او نړۍ په تېره بیا د امریکا متحده ایالات باید د دغې قربانۍ قدر وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه‌راز وویل چې نړۍ باید د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره ډېر څه وکړي او د هغو تورونو په وړاندې یې د پاکستان دفاع وکړه چې پر دې هېواد د سخت دریځو ډلو په وړاندې د کافي اقداماتو د نه‌کولو په خاطر لګول شوي دي.

قمر جاوید باجوه وویل، پاکستان څو لسیزې د خپل هېواد یوه انچ خاورې ته خپله وینه تویه کړې او اوس نړۍ ته په کار ده چې د ترورېزم د له‌منځه وړلو لپاره زیات څه وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان د هغو ترهګرو او سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ چې د ده په وینا په افغانستان کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې

ډونالد ټرمپ ویلي چې نور دغه وضعیت نه‌شي زغملی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه‌راز وویل چې له متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه د خلکو احساسات روښانه دي او هغه دا چې دوی له امریکا مرسته نه‌غواړي بلکې د درناوي او اعتماد تمه ترې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا له متحده ایالاتو د خلکو احساسات روښانه دي، موږ مرسته نه‌غواړو، موږ د درناوي او باور تمه ترې لرو، زموږ د هڅو او قربانیو باید درناوی وشي، موږ به د امریکا او ناټو د هر هغه اقدام ملاتړ وکړو چې په ټوله کې په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې سولې ته لاره هواروي، خو په هر صورت زموږ امنیتي اندېښنو ته هم باید ځواب وویل شي."

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې امریکايي چارواکي له هغه څه ډېر نا هیلي شوي چې دوی یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې اقداماتو کې د پاکستان ناغېړي بولي.

واشنګټن په تېره اګست میاشت کې خبرداری ورکړ چې که پاکستان په افغانستان کې له روانې جګړې سره زیاته مرسته ونه‌کړي نو پر دې هېواد به مرستې بندې کړي یا به هغه موقف ترې واخلي چې د ناټو له غړیتوبه بهر د یو ستر متحد په توګه اسلام‌اباد ته ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي و چې له اسلام‌اباد سره د واشنګټن اړیکې به پیاوړې شي که د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.