ميرکل: هیڅ باور نه لرم چې ترکیه به په اروپايي ټولنه کې شامله شي.

د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل وايي دا غواړي چې په اروپايې ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب په اړه خبرې اترې پایته ورسیږي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.

میرمن میرکل پرون له خپل سیاسي سیال مارتين شولز سره په یوه تلویزيوني مناظره کې وویل دا ښکاره ده چې ترکیه باید د اروپايي ټولنې غړی نشي.

عين خبره مارتين شولز هم وکړه:

”که زه صدراعظم شوم، نه يوازې به له ترکيې سره د مهاجرت موافقه فسخه کړم، بلکې په اروپايي ټولنه کې به د ترکيې د شاملېدو په اړه د خبرو د درولو غوښتنه هم وکړم“

د جرمني صدراعظمې وویل هیڅ باور نه لري چې ترکیه به په اروپايي ټولنه کې شامله شي.

د برلین او انقرې ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې لا بحراني شوې چې جرمني په ترکیه کې د تیر ميلادي کال له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر رجب طيب اردوغان د حکومت لخوا د سیاسي مخالفانو ځپل وغندل.

د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې بحران تیره جمعه هغه خوت نور هم پراخ شو، چې صدراعظمې میرکل وويل په ترکیه کې د دوو نورو جرمنانو د نیول کیدو په اړه باید سخت عکس العمل څرګند شي.

ترکیې تر اوسه د جرمني ۱۲ اتباع په دغه هیواد کې د سیاسي تورونو له کبله بنديان کړي دي.