په چچنيا کې د برما مسلمانانو په پلوي لاريون وشو

نن په زرګونو کسانو د روسيې د شمالي قفقاز په چچنيا جمهوريت کې د برما يا ميانمار د روهينګيا مسلمان اقليت په ملاتړ لاريون وکړ.

دغه لاريون د ګروزني په مرکزي برخه کې د جامع جومات مخې ته وشو، چې د چچنيا رهبر رمضان قديروف، د محلي پارلمان مشر محمد داودوف، نورو چارواکو او روحاني مشرانو په کې برخه درلوده.

چارواکو او مذهبي مشرانو چې د قران کريم ايتونه يې لوستل، د مسلمانانو د اتحاد غوښتنه وکړه.

پرون دېته ورته لاريونونه په مسکو کې د برما د سفارت مخې ته او د داغستان جمهوريت په مرکز مخاچ کلا کې هم شوي وو.

ملګري ملتونه وايي د اګست له ٢٥مې چې تاوتريخوالى پيل شوى، نږدې ٩٠ زره کسان چې ډېرى يې د روهينګيا کډوال دي، ګاونډي هېواد بنګله دېش ته رسېدلي دي.

دغه کډوال د برما امنيتي ځواکونه او افراطي بودايان تورنوي، چې د دوى کلي يې په اور سوځلي دي.