ایا د پاکستان تازه وعدې د پخوانیو تکرار دی، که د بدلون کومه نښه؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، هېواد به يې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد به يې د هغو ټولو نوښتونو په عملي کېدو کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف مطرح کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د خواجه اصف په حواله په یوې اعلامیه کې وویل چې پاکستان همدا اوس د سولې د پروسې په اړه له افغان حکومت سره د مذاکراتو دوه اړخیزه، درې اړخیزه او څلور اړخیزه میکانېزمونه لري.

خواجه اصف ویلي، اسلام اباد په افغانستان کې د امنیت او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې به د خپل توان له مخې، ګامونه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې وکړې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې، له پاکستان سره سوله د افغان حکومت ملي اجنډا وبلله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني ویلي وو:

"زه له دغه ځایه لومړی پاکستان ته پیغام ورکوم چې موږ هر اړخیزو سیاسي مذاکراتو ته چمتو یوو، سوله له پاکستان سره د افغانستان ملي اجنډا ده او باعزته سوله باید له سیاسي نظره راشي، دا باید ټولو ته ثابته شوې وي چې دا هېواد په زور نه شي مجبورولای، مګر موږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره هر اقدام کولای شو."

ایا د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ تازه ژمنه د پاکستاني چارواکو د پخوانیو وعدو تکرار دی او که د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په نتیجه کې د افغانستان په اړه د اسلام اباد په تګلاره کې د بدلون کومه نښه؟

د سیاسي چارو کارپوه او د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم په دې باور دی چې د پاکستان د چارواکو دا ژمنه هم تشریفاتي ده او هدف يې د امریکا له فشار څځه ځان وېستل دي.

ښاغلي همدم ازادي راډیو ته وویل :

"زه فکر کوم، څه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپاره کړي، دا یو عکس العمل دی، نه یوازې د ولسمشر غني د څرګندونو پر وړاندې، بلکې د امریکا د ورستیو سیاسي، ډیپلوماټیکو او حتی پوځي فشارونو او خبرداریو په مقابل کې، دوی غواړي په دې تشریفاتي خبرو سره په یو ډول پاکستان له اوسني بحراني حالته وباسي."

پاکستان په داسې وخت کې یو ځل بیا د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ ژمنه کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې اسلام اباد ته خبرداری ورکړل شوی چې ترورېستانو ته د پټنځایونو ورکول بند کړي.

افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د نظام ضد وسله وال پالي، پوځي او مالي منابع ورته برابروي او له ترورېزم سره په مبارزه کې ریښتینې همکاري نه کوي.

پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینکار کوي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې يې ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.