قایم: له مخدره موادو سره مبارزې لپاره د سیمه ییزې ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوو

د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي چې د نشه يي موادو پر ضد د جدي مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو په کچه د یوې ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوي.

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وایي، د دې ستراتیژۍ په اړه یوه طرحه هم جوړه شوې چې په کابل کې د دولسو هېوادونو د کارپوهانو غونډې ته به وړاندې شي.

د دې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د چهار شنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ستراتیژۍ طرحه جوړه شوی چې تر راتلونکي یوې میاشتې پورې به په کابل کې یوې سیمه ییزی غونډې ته وړاندې شي.

ده وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د دوولسو هېوادونو کارپوهان برخه ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"په ډیپلوماټیکه کچه د هېوادونو ترمنځ دا درک شته چې دې ډول تګلارې ته اړتیا ده، په عمومي ډول د ستراتیژۍ لیدلوری دا دی چې یوه همغږي رامنځته کړو، په ځانګړي ډول د ګاونډیانو ترمنځ، تر څو خپل فعالیتونه سره همغږي کړي، بله مهمه موضوع دا ده چې د ګاونډیو هېوادونو تر منځ اعتبار رامنځته کړو."

تر دی مخکې افغان ولسمشر ویلي وو چې د نشه یي توکو په مسئله کې د سیمې هېوادونه ښکیل دي او د دوی له همکارۍ پرته دا مبارزه نشي بریالۍ کېدلی.

همدا لامل و چې افغان حکومت غوښتل د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا په نوی ستراتیژۍ کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه هم شامله شي، خو امریکایي چارواکو بیا دا مبارزه د افغان حکومت مسئولیت وباله.

د ښاغلي قایم په خبره که څه هم تر دې مخکې د مخدره موادو پر ضد د سیمه ييزې همکارۍ په برخه کې طرحې او میکانیزمونه موجود وو، خو داسې یوه مشخصه او منظمه تګلاره نه وه چې د هېوادونو تر منځ اعتبار او همغږي رامنځته کړي.

دا چې د نشه يي موادو پر ضد د سیمه يیزې ستراتیژۍ جوړول به څومره موثره او عملي وي، دا پوښتنه مو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له پخواني مرستیال محمد ظفر څخه وکړه، هغه وویل:

"د سېمې د هېوادونو سره کار کول یا په ګډه ستراتیژي جوړول د مخدره موادو په مبارزه کې موثره ده، خو په دې شرط چې په ستراتیژۍ کې ښکېل هېوادونه رښتیا هم داسې وغواړي، په تېره کې هم داسې ژمنې شوي، خو وروسته عملي شوي نه دي، یا هغوې نه غوښتل او یا هم زموږ حکومت ستونزې درلودې."

محمد ظفر په دې باور دې چې په افغانستان کې د کوکنارو پراخ کښت، ناامني او له ګاونډیو هېوادونو سره خلاصې پولې د نشه يي توکو تولید او قاچاق ته زمینه برابره کړې ده.

دی وايي، تر هغو چې نړیوال، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان د نشه يي موادو پر وړاندی مبارزه کې صادق نه وي، د افغان حکومت هڅې به مطلوبه نتیجه و نه لري.

راپور: عبادالله حنانزی