ریاض بنګښ: تر څو چې افغانستان امن نه‌شي نړۍ کې امن نه‌شي راتلی

له کوزې پښتونخوا څخه د باچا خان مزار لیدو ته راغلي پلاوي له هغو نړیوالو قوتونو چې په افغانستان کې یې جګړه پیل کړې وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې سولې ته کار وکړي.

د دې پلاوي مشر ریاض بنګښ چې د سې شنبې په ورځ‌يې په جلال‌اباد ښار کې د خدايي خدمتګار باچا خان د مزار نه لیدنه کوله وویل تر هغه چې په افغانستان کې امن نه‌وي راغلی نړۍ نه‌شي امن کېدای.

نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې د جنګ پر ځای سولې ته کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"نړۍ ته یو پيغام ورکوم هغو قوتونو ته چې په افغانستان کې جنګ کوي زه ورته وایم چې تر هغه چې په افغانستان کې امن نه‌وي راغلی په پاکستان کې امن نه‌شي راتلی، په نړۍ کې امن نه‌شي راتلی، خو کله که افغانستان کې امن راغی هم به پاکستان او هم به په ټوله نړۍ کې امن راشي."

بنګښ وويل تر اوسه چې په دې هېواد کې څومره جنګونه شوي تر ډېره د پښتنو وينه توی شوې دې.

ده د دولت پر وسله‌والو مخالفینو هم غږ وکړ چې نور دې د پښتنو وینې نه‌تويوي او د جګړې پر ځای دې د خپلو کونډو او یتيمانو ساتنه وکړي.

ده زیاته کړه:

"د الله او رسول په خاطر نور د پښتنو وینه مه‌تویوئ! له غرونو نه راشئ د خپلو کونډو او یتيمانو څنګ ته راشئ او د هغوی ساتنه وکړئ."

بل لور ته د باچا خان د مقبرې د رغونې چارې له ډېرې اوږدې مودي راهیسې د ناڅرګند لامل له امله په ټپه ولاړې وې.

د باچا خان له مزار څخه په همدې لیدنه کې د ننګرهار والي ژمنه وکړه چې د باچا خان د مزار د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي او تر هغې به‌یې تعقیب کړي چې بشپړي شوی نه وي.

ګلاب منګل

نوموړي زیاته کړه:

"ما پخوا هم وعده کړې وه او اوس یو وار بیا دا وعده تازه کوم چې د پخوانيو کارونو په تعقیب به وګورم چې نور کوم کارونه کولای شو هغه امکانات چې دلته موږ سره د ولایت په کچه دي او د ملک په کچه څومره اړتیا وي ورته هغه به مشرانو سره شریکوم چې دا مزار جوړ شي."

د عدم تشدد سرلاری خان عبدالغفار خان د خپل وصیت له مخې د جلال باد ښار عيدګاه مسجد ته څېرمه خښ شوی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوران کې د باچا خان په مزار او د یوه کمپلېکس د جوړيدو چارې پيل شوې وې چې وروسته د ناڅرګند لامل له امله په کلونو کلونو کار په ټپه ولاړ و، خو اوس د ننګرهار ولایتي ادارې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د باچا خان په مزار کې د کمپلېکس کارونه بېرته پيل او تر راتلونکي کال پورې به‌يې ورغوي.

ننګرهار: شاه‌محمود شینواری