د نور د څرګندونو په اړه له ارګ څخه د یوې سرچینې او حزب اسلامي غبرګون

له هغې وروسته چې د بلخ والي عطا محمد نور د ارګ او د ارګ سره د پخلا شوي حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په اړه بېلابېل تورونه پورې کړل دواړه لوري د هغه څرګندونې د تبصرې وړ نه‌بولي.

په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې د نوم او بیان نه‌خپرېدو په شرط له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، د نور څرګندونې د تبصرې وړ نه‎دي.

د بلخ والي عطا محمد نور تېره ورځ یوې غونډې ته په وینا کې ارګ د ده پر وړاندې په دسیسو تورن کړ او ویې‌ویل چې د اړتیا په صورت کې به داسې څه وکړي چې بیا به حکومت ارام خوب ونه‎لري.

عطا محمد نور ګواښ کړی چې هېڅ‌څوک یې د وظیفې څخه د لیرې کولو توان نه‎لري.

عطا محمد نور د ارګ په خلاف دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې هغه د اجرائیه ریاست په خلاف‌یې ډېر څه ویلي او هغه مهال هم اجرائیه رئیس د هغه څرګندونې د نه‌اورېدو په اړه ویلي و او له تبصرې یې ډډه کړې ده.

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي د اجرائیه شورا رئیس عطا محمد نور د تېرې ورځې په غونډه کې له حکومت ورهاخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د نظام په تخریبولو، له ایران څخه په مالي مرستو اخیستلو او د جهادي مشرانو په سپکاوي تورن کړ.

حزب‎اسلامي سملاسي د هغه د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د دغه ګوند ویاند قریب‌الرحمان سعید ازادي راډيو ته وویل چې د دغو څرګندونو په وړاندې به حزب اسلامي په یوه مناسب وخت کې خپل دریځ روښانه کړي.

له دې ټولو سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ګوندونو او حکومتي چارواکو دا ډول څرګندونې د هېواد په خیر نه‌ګڼي وايي چې مسؤل چارواکي باید مسؤلې څرګندونې وکړي.

د ولسي جرګې د عریضو او شکایتونو د کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی

د دغې جرګې د عریضو او شکایتونو د کمېسیون مشر عبیدالله بارکزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم هر څوک چې د نظام، حکومت او جهادي رهبرانو په مقابل کې دا ډول څرګندونې کوي دا د هغوی د عقل په سلامتیا او د تعلیم په سویه منفي اغېز لرلای شي او ملت اوس په دې هر څه پوهېږي او قضاوت کوي."

له دې سره د حقوقي چارو کارپوه ثمر سیرت وايي چې د دولت د داخلي او بهرني امنیت په ضد قوانینو کې د دا ډول مواردو وړاندوینه شوې او د حکومت ضد د حکومتي چارواکو څرګندونې د تعقیب وړ دي.

دی وايي:

"قانون دا موضوعات وړاندې کړي هغه څوک چې د دولت په خلاف تبلیغ کوي او عامه ذهنیتونونه خرابوي د هغې لپاره د افغانستان قوانینو مجازات ټاکلي دا ډول تبلیغات هماغه‌شان دي لکه څنګه چې د دولت وسله‎وال مخالفین په جنګ لګیا دي په قوانینو کې دا هر څه واضح دي او د تعقیب وړ دي."

ښاغلی سیرت وايي چې مسؤلین یوازې هغه وخت د انتقاد حق لري چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره یوه طرح هم ولري او د انتقاد ترڅنګ هغه هم شریکه کړي.

له دې وړاندې بیا حکومت ویلي چې د حکومت دننه او بهر د یو شمېر اشخاصو له‌خوا د حکومت د اعلامیو او یا پرېکړو په اړه څرګندونې د ارګ پر پرېکړو کوم اغېز نه‌‌لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ