چارواکي: پر امام زمان جومات د برید د وژل شوو شمېر ۲۸ تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د امام زمان پر جومات د تېرې ورځې د برید د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی.

دغه وزارت وايي، پر امام زمان جومات وسله واله حمله کې د ژول شویو شمېر ۲۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤل اسماعیل کاووسي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په پېښه کې له۵۰ زیات کسان ټپیان شوي چې اوس هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او په خبره یې چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

ښاغلي کاووسي زیاته کړه:

"ورستي معلومات دا دي چې ۲۸ تنه وژل شوي او له ۵۰ډېر نور ټپیان دي، اوس د ټپیانو حالات تر کنټرول لاندې دی، خو د ځينو ټپیانو حالت نازک دی چې له هغوی سره هم زمونږ پرسونل او خلک مرسته کوي."

ښاغلی کاووسي وايي، د ښځو او ماشومانو په شمول د پېښې اکثره قربانیان ملکي خلک دي، کوم چې جومات ته د عبادت لپاره راغلي وو.

دی وايي چې په وژل شویو کې درې ښځې هم شاملې دي.

وسله والو کسانو چې وروسته اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپلې ډلې غړي وبلل، د جمعې په ورځ ماسپښین مهال، د کابل ښار د ۱۱ مي حوزې اړوند د قلعه نجارا په سیمه کې، د امام زمان پر جومات برید وکړ.

دا جومات د اهل تشیع لمونځ کوونکو دی چې د جمعې د لمانځه لپاره په زیات شمېر لمونځ په کې راټول شوي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته ویلي چې بریدکوونکي څلور کسان وو.

دا له تېرې یوې میاشتې راهیسې درېیم برید دی چې د افغانستان اهل تشیع په ډله ییزه توګه هدف ګرځول کېږي، تر دې وړاندې، د هرات په امام باقر محمد جومات او د سرپل په میرزاولنګ کې په لسګونه اهل تشیع د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ محافظوي مرستیال حق نواز حقیار ازادي راډيو ته وویل، داسې معلومات دوی ته رسېدلي چې برید کوونکي د پولیسو په یونیفورم کې وو، خو د نوموړي په خبره، د پېښې د څرنګوالي په اړه لا هم څېړنې روانې دي.

ښاغلی حقیار وایي:

"له یونیفورم څخه د استفادې اطلاعات موجود دي، ولې په اړه یې جدي څېړنې روانې دي، اوس به دا له وخته لېرې وي چې بشپړ تایید یې وکړو، خو دښمن له هر ډول جامو استفاده کوي، د ملاجامې، د عامو خلکو جامې، د امنیتي ځواکونو جامې او حتی د ښځو له چادریو نه استفاده کوي."

ښاغلی حقیار وايي، د جوماتونو او عامه ځایونو امنیت د تينګښت لپاره چمتووالی شته، خو وسله وال له بېلا بېلو تکتیکونو استفاده کوي.

افغان دیني عالمان، سیاسیون، د ملي شورا غړي او عام خلک هم تر ډېره دا شان ډله ییز بریدونه د وسله والو نوی تکتیک او په افغانستان کې مذهبي جګړو ته لار هوارول بولي.

دوی په خلکو غږ کوي چې خپل ملي یووالی وساتي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ