مسؤلین: قومونه کولای شي په سوله کې تر نورو ارګانونو زیاته برخه واخلي

د سوېل ختیځ زون د قومونو د یووالي د شورا مسؤلین وايي، قومونه کولای شي چې په سوله او ثبات کې تر نورو ارګانونو زیاته برخه واخلي.

دا شورا زیاتوي، که څه هم د دغه زون خورو-ورو قومونو د تاریخ په اوږدو کې د هېواد په ازادۍ او ابادۍ کې ډېرې سرښندنې کړي او اوس هم چمتو دي چې د دولت تر څنګ د سولې په راوستلو کې د پام وړ رول ولري، خو دولت ورته ځانګړی پام نه‎کوي.

دا خبرې د دغې شورا مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي یووالي او سولې په نامه په یوې جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د سوېل ختیځ زون د قومونو د یووالي د شورا رئيس داوود شاه نیازي وویل، که دولت د دغه زون قومونو ته لږ پام هم وکړي، دغه قومونه کولای شي چې د هېواد د سترو ستونزو په هوارولو کې دولت ته کلکه اوږه ورکړي.

دی وايي:

"هغه لویې ستونزې چې د دې زون قومونه ورسره مخ دي هغه د یووالي او سولې نه‌شتون او حقونو ته نه‌لاسرسی دی. ځینو تنګ نظرو زموږ له نفاقه په ګټې اخیستنې، زموږ د زرګونه خلکو د ژوند په بیه زموږ څخه کسات اخیستی دی او دا لړۍ تر دې حده ورسېده چې زموږ د ولس یوه برخه‌يې، د کسات اخیستلو لپاره‌یې د مخالفینو پر کتار ورګډ کړل."‎

ښاغلي نیازي وویل، اوس د دې ورخت رسېدلی چې دولت، رښتینو ځواکونو ته چې د هېواد خواره-واره قومونه دي مخه کړي.

د سوېل ختیځ زون د قومونو د یووالي لویه شورا چې د غړو شمېر یې سلګونو ته رسېده، د ختیځو او مرکزي ولایتونو د قومونو مشرانو په‎کې هم ګډون کړی و.

مسؤلینو دا هم وویل، د قومونو د بېلوالي له امله، په هېواد کې ښوونې او روزنې، اقتصادي نظام، پرمختګ او پراختیا ته ستر زیانونه ورسېدل.

دوی دا هم وویل، د هېواد په روان جنګ کې د ختیځ زون ولایتونه له ډېرو نعمتونو بې‌برخې شوي او حکومت ته په کار ده چې د دغو ولایتونو د حقونو په منلو سره دغه قومونه ځان ته رانېږدې کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په راوستلو کې د قومونو برخه مهمه ده او هڅې تېزې شوي چې د هېواد قومونه سره یو موټی او د ستونزو په هوارولو کې ترې ګټه واخیستل شي.

قاضي محمدامین وقاد

د دغې شورا یوه مسؤل غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل، د سولې عالي شورا هېڅکله هم دغه قومونه نه‌دي هېر کړي.

ښاغلی وقاد زیاتوي:

"د دوی وړاندیزونه د سولې عالي شورا ته رسېدلي، د دغې شورا کمېټو د دې لپاره تیاریانې کړي، ان‌شاءالله د اختر وروسته به کار پیل کړي او د ټولو قومونو او قبایلو، مدني ټولنې او د ښځو د شبکو د تشکیلاتي واحدونو نظریات به واخیستل شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل ویلي، د هېواد د روانو ستونزو په هوارولو کې قومونه ستر رول لري او یووالی یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

افغان چارواکي دا هم وايي، سولې ته د مخالفینو د رابللو لپاره د سولې عالي شورا فعاله ده او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.

راپور: خان محمد سیند