د بلخ والي: چمتال کې د ښه امنیت د ټينګښت لپاره پوځي اډه جوړېږي

د بلخ والي عطا محمد نور وايي، په چمتال ولسوالۍ کې د ښه امنیت د ټينګښت لپاره یوه پوځي اډه جوړېږي.

ښاغلي نور دا خبره پرون ازادي راډيو ته وکړه.

هغه وویل، د چمتال ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله‎والو طالبانو تصفیه شوې، خو د راتلونکې لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي چې یوه پوځي اډه او څو نورې پوستې په‎کې جوړې شي.

نوموړی وايي:

"دا ځل دې موافقې ته ورسېدو چې دلته به یوه پوځي اډه جوړېږي. د دې تر څنګ چې پوځي اډه جوړېږي د بلخ په وروستۍ سیمه د چمتال په کلیو کې څو پوستې جوړېږي."

ښاغلي نور وویل، د پوځي مرکز په جوړولو باندې د شاهین قول اردو او د بلخ امنیتي چارواکو ورسره موافقه کړې ده.

هغه دا هم وویل چې د چمتال ولسوالۍ په تصفیوي عملیاتو کې ۴۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ والي د پنځو افغان پوځیانو وژل کېدل هم تائید کړل، خو وسله‎والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په چمتال کې یې ۱۷ افغان پوځیان وژلي دي.