نذیر احمدزی: د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژۍ ځنډ ترورېزم پیاوړی کوي

په داسې حال کې چې په ډيوېډ کمپ کې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د ولسمشر ځانګړي ناسته له ښکاره نتیجو پرته پای ته ورسېده د افغانستان ولسي جرګه وايي، د تصمیم او ستراتېژۍ ځنډ ترورېزم پیاوړی کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل که څه هم دقیقه ستراتیژي د ټولو په ګټه ده، خو ځنډ یې د ترورېزم ملاتړو هېوادونو ته فرصت هم ورکولای شي.

نذیر احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"چې څومره ژر کېدلای شوی دوی باید خپله پالیسي اعلان کړې وای، امریکا باید دې ته لومړیتوب ورکړي چې د افغانستان او سیمې ستونزه حل شي خو که دا ستراتېژي څومره ځنډېږي همدومره ترورېزم پیاوړی کېږي او امریکا باید دا درک کړي چې زموږ په خوښه همکاري وکړي."

تمه وه چې د جمعې په ورځ به د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلو امنیتي سالاکارانو او چارواکو سره د ډیوېډ کمپ په غونډه کې د افغانستان او سیمې په اړه ستراتژي وروستۍ کړي چې هسې ونه شول.

ټرمپ سبا جمعه کمپ ډیوېډ کې د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي

خو وروسته بیا د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وویل، دا چې په نوې ستراتیژۍ کې امریکا څرنګه په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کولی شي، په غونډه کې ولسمشر ټرمپ ته مفصل معلومات ورکړل شول.

مېرمن سندرز په ځانګړې ډول افغانستان ته په خپلو خبرو کې اشاره ونه کړه، خو دې وویل چې ولسمشر ټرمپ به پر وړاندیزونو غور وکړي او خپله پرېکړه به په مناسب وخت کې د امریکا ولس، متحدانو او نړیوالو ته اعلان کړي.

ټاکل شوي وه چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره به د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې ستراتژي د جولای په میاشت کې اعلان شي.

خو د ځنډ له پاسه، لاملونه څه کېدای شي؟

د افغانستان د سیمه ییز اییزو او ستراتژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د افغانستان جګړه که ثبات، په سیمه کې د امریکا د ګټو څرنګه ساتنه، د پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو سره د واشنګټن د اړیکو څرنګوالی، د ایران او روسيي په شان نوي لوبغاړي او د داعش حضور هغه څه دي چې په اړه یې د امریکا په نوې اداره کې ثابت نظر نشته.

د دغه مرکز مشر عبدالباقي امین ازادي راډيو ته وویل، دقت مهم دی خو ځنډ یې پر افغانستان بدې پایلې لرلای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې پر افغانستان یې اغیز منفي دی، ځکه له بده مرغه افغانستان د ناامنۍ په لوري روان دی او دا ستراتیژي که ژر او د غوښتنې مطابق جوړه نه شي حتماً به اغیز ولري، ځکه دا روښانه نه ده چې د سولې او جګړې په برخه کې څه کېدونکي دي."

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس تېره اوونۍ ویلي و چې د ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان د ستراتیژي بشپړېدو ته خورا نېږدې شوې ده.

د متېس په وینا، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکايي عسکرو د وتلو، زیاتېدو یا د جګړې شخصي کېدو په شان ټولې پرېکړې د ډونالد ټرمپ مخې ته پرتې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ