اصف مهمند د خپلې قضیې په اړه له حکومت نه د عدالت غوښتنه وکړه

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند له حکومت نه عدالت غواړي.

نوموړي نن په کابل کې په ټپي حالت کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو له خوا وهل شوی دی.

د بلخ د ولایتي شورا وکیل اصف مهمند چې د پنجشنبې په ورځ په ټپي حالت کې کابل ته انتقال شوی، له حکومت نه د ده د قضیې په تړاو د جدي څېړنو او د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند کابل ته د پنجشنبې په ورځ له رسېدو سره سم، یوې خبرې غونډې ته څرګندونې وکړې او ادعا یې وکړه چې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو له خوا وهل شوی دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له حکومته غوښتنه کوو، لکه څنګه مو چې پلاوی وټاکه، څه چې حق دی خلکو ته یې ووایئ، خو که عمل یې ونه کړ، زموږ خلک زموږ سره ولاړ دي، زموږ مدني حرکتونه به پیل شي."

اصف مهمند وايي، که مجرم هم وي د بلخ والي یې د سزا ورکولو صلاحیت نه لري.

د بلخ د ولایتي شورا دغه غړی وايي، له ډاره نه، بلکې د درملنې لپاره کابل ته راغلی او یوه اوونۍ وروسته به بېرته مزار شریف ته ستون شي.

اصف مهمند چې د بلخ د والي عطا محمد نور له سر سخته منتقدانو ګڼل کېږي یوه اوونۍ مخکې ادعا کړې وه چې د بلخ د والي په وړاندې د اسنادو د وړاندې کولو لپاره لویې څارنوالۍ ته ورغلی و.

نوموړي د بلخ والي عطا محمد نور او ښاغلي نور بیا اصف مومند په اداري فساد تورن ګڼي.

د بلخ د ولایتي شورا وکیل اصف مهمند د دوشنبې په شپه په الوتکه کې له کابله د مزار شریف په لور سفر درلود چې د راپورونو له مخې د بلخ له هوايي ډګره د والي عطا محمد نور د کسانو له خوا بیول شوی او وهل شوی دی.

خو د بلخ د والي ویاند تر دې دمخه د نوموړي دا ادعا رد کړې وه.

بلخ ته د یادې قضیې په تړاو د ولسمشر د ځانګړي استازي الماس ذاهد په مشرۍ یو پلاوی هم رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو رئیس او بلخ ته د استول شوي پلاوی غړی جنرال جمیل کوهستاني وايي چې د یادې قضیې په اړه څېړنې روانې دي:

"څېړنې روانې دي، موضوع تر ارزونې لاندې ده، کله چې نتیجې ته ورسېدو بیا کېدای شي چې مطرح یې کړو."

خو دا چې اصف مهمند څنګه کابل ته رانتقال شوی په دې اړه ښاغلي کوهستاني څه ونه ویل.

راپور: اجمل تورمان

د یادونې ده، چې د بلخ د ولایتي شورا د وکیل اصف مهمند او د بلخ د والي عطا محمد نور تر منځ د رامنځته شوې لانجې او په یو بل د تورونو موضوع به د څېړنو په بشپړېدلو سره روښانه شي.

  • پخواني معلومات

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند له زندانه خوشې شوی او له حکومته انصاف غواړي.

اصف مهمند د پنجشنبې په ورځله غرمې وروسته د بلخ د ملي امنیت ریاست له خوا هوايي ډګر ته انتقال شوی او کابل ته له رسېدو سره سم یې ځينو ژورنالیستانو ته خبرې وکړې.

د اصف مهمند خبرې په ټولنیزو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرېدې او ادعا یې وکړه چې د بلخ والي عطا محمدنور او د هغه کسانو وهلی دی او حکومت باید په دې برخه کې عدالت تامین کړي:

"موږ له حکومت هیله کوو لکه څنګه چې یې هیئت ټاکلی څېړنې هم وکړي، څېړنې به یې هم سمې وي، که یې عمل ونه کړ خلک له موږ سره دي موږ خپل مدني خوځښتونه پیلوو."

د رپوټونو په اساس اصف مهمند د دوشنبې په شپه د بلخ والي عطامحمد نور کسانو په هوايي ډګر کې تر څو ساعتونو لانجو او ډزو له ځانه سره بوته او وروسته د بلخ د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی و.

د بلخ د والي ویاند منیرفرهاد مخکې ازادي راډيو سره په خبرو کې د اصف مهمند د وهل ټکولو خبره رد کړې وه.

افغان حکومت د قضیې د روښانتیا لپاره د ولسمشر د خاص استازي الماس زاهد په مشرۍ یو پلاوی هم بلخ ولایت ته لیږلی دی.

د اصف مهمند دوه ساتونکي د دوشنبې په شپه د هغه د نیول کېدو پر مهال وژل شوي و او ګڼ نور کسان چې پکې پولیس هم شامل و ټپيان دي.

  • پخوانی معلومات

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند له زندانه خوشې شوی او بېرته کابل ته رسېدلی دی.

د اصف مهمند ورور مصطفی مهمند په یوه ټلیفوني تماس کې ازادي راډیو ته دا خبره تائید کړه.

هغه وویل چې اصف مهمند د ملي امنیت ځواکونو د بلخ هوايي ډګر ته رسولی دی او له هغه ځایه په یوه الوتکه کې کابل ته ولاړ.

د بلخ سیمه ییزو چارواکو د ازادي راډيو د خبریال له هڅو سره سره په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اصف مهمند د بلخ ولایتي شورا غړی دی چې د بلخ والي عطامحمد نور په فساد تورن بولي او ښاغلی نور هم بېرته په خپله اصف مهمند په فساد کې ښکېل بولي.

د رپوټونو په اساس اصف مهمند د دوشنبې په شپه د بلخ والي عطامحمد نور کسانو په هوايي ډګر کې تر څو ساعتونو لانجو او ډزو له ځانه سره بوته او ادعا شوې چې شکنجه شوی هم دی.

دی وروسته د بلخ د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی و.

افغان حکومت د قضیې د روښانتیا لپاره د ولسمشر د خاص استازي الماس زاهد په مشرۍ یو پلاوی هم بلخ ولایت ته لېږلی دی.

د اصف مهمند دوه ساتونکي د دوشنبې په شپه د هغه د نیول کېدو پر مهال وژل شوي و او ګڼ نور کسان چې پکې پولیس هم شامل و ټپيان دي.

  • پخواني معلومات:

د بلخ د ولایتي شورا د نیول شوي غړي اصف مهمند کورنۍ وایي چې نوموړی نن پنجشنبې د ملي امنیت له بنده خوشې شوی دی.

د اصف مهمند ورور مصطفی مهمند څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل ته چې اصف مهمند تر خوشې کېدو وروسته د بلخ له هوایي ډګره د کابل په لور حرکت کړی.

اصف مهمند څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت په هوايي ډګر کې ونیول شو، چې د چارواکو د معلوماتو په اساس وروسته د ملي امنیت ځواکونو ته وسپارل شو.

د نوموړي کورنۍ څو ورځې مخکې رسنیو ته ویلي و چې اصف مهمند د بلخ والي او د هغه د زامنو لخوا وهل شوی دی، خو د بلخ والي ویاند دا ادعا رد کړې وه.