چارواکي: کندهار او زابل کې مخامخ جګړې ۵۸ وسله‎وال او ۱۳پولیس وژلي

په کندهار او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۵۸ وسله‎وال او ۱۳ پولیس وژل شوي ۴۱ وسله‎وال او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ دغه جګړې تېره شپه پیل شوې او تر نن سهاره يې دوام کړی.

د کندهار امنیتي پېښې:

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ په وام درې او ملا اغا اجان پر پوستو بریدونه وکړل.

د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهار يې دوام درلود ۱۶وسله وال ووژل شول او ۱۹ نور تپیان شول.

د دُراني په وینا په دغه جګړه کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُرانی

دی وايي:

"د وام په دره کې د پولیسو په متقابل ځواب کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، همدا راز د ملا اغا په سیمه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ مرګوني ټپیان دي، د بده مرغه په دغه جګړه کې زموږ ۲ پولیس شهیدان او ۳ نور ټپیان شوي دي."

د پولیسو ویاند وايي، هم‎مهاله یو شمېر وسله والو په خاکریز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې تر نن سهاره جګړې دوام کړی چې۳۰ وسله وال وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د دُراني په وینا په دغه جګړه کې ۳ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت امنیتي پېښې:

په عین وخت کې د زابل امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د زابل – کابل پر لویه لار د سپني غبرګي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې.

د زابل د عملاتي کنډک قوماندان اصف توخي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتی ځواکونو او وسله والو تر منځ دغه جګړې تر نن سهاره دوام کړی ۱۲ وسله وال او اته پولیس وژل شوي ۷ وسله وال طالبان او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

توخي زیاته کړه:

"تیره شپه په سپني غبرګي کې زموږ پر امنیتي ځواکونو حمله وشوه چې موږ د کلات څخه کومک ورکړ، په لاره کې پر موږ هم دوه ځایه حمله وشوه چې زموږ ۸ پولیس شهیدان شول او ۲ ټپیان شول، د دښمن تلفات ۱۲ مړه او ۷ ټپیان دي. "

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو په اړه تبصره نه‎ده کړي.

خو د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې يې د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حمله کې ۱۵ پولیس وژلي دي.

امنیتي چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.

راپور: محمدصادق رښتینی