د «مهمند» د نیولو د څرنګوالي په اړه ټاکل شوي پلاوي څېړنې پيل کړي

د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي د نیونې د څرنګوالي حقیقت موندونکي پلاوي په دې اړه خپلې څېړنې د بلخ له والي او امنیه قوماندان څخه پیل کړي دي.

د دغه پلاوي غړی او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کورني تفتیش رئیس عبدالحبیب جبارخېل د چهارشنبې په ورځ له مزارشریف څخه ازادي راډیو ته وویل چې دوی د یادې پېښې په اړه د اسنادو او مدارکو راټولول پیل کړي دي.

دی وايي:

"زموږ څېړنې لا په ابتدايي حالت کې دي، موږ له والي صاحب او امنیه قوماندان سره لیدلي دي او نن بیا له امنیه قوماندان سره ګورو او له هغې وروسته به له اصف مهمند سره هم وګورو او بیا به د ولایتي شورا له رئیس سره هم کتنه کوو."

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ په هوايي ډګر کې د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي اصف مهمند تر نیولو وروسته د لویې څارنوالۍ د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوي وټاکه څو دغه قضیه وڅېړي.

د بلخ د ولایتي شورا د دغه غړي د نیولو په اړه له رسنیو سره ډول-ډول معلومات او څرګندونې شریکې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په دې نیونه کې هېڅ رول نه درلود.

یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی مهمند د عطا محمد نور د ساتونکو له‎خوا نیول شوی او بیا ملي امنیت ته سپارل شوی دی.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تېره ورځ ادعا وکړه چې اصف مهمند په اداري فساد، جعل او تذویر تورن دی او د سې شنبې په شپه د لویې څارنوالۍ په امر د بلخ د پولیسو له لوري ونیول شو.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

خو د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې دوی د اصف مهمند د نیولو لپاره هېڅ ډول مکتوب نه‎دی صادر کړی.

تازه د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ والي د حقیقت موندنې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې یاد پلاوی باید قضیه په بې طرفۍ او د فشارونو تر اغېز لاندې له راتللو پرته وڅېړي.

ازادي راډیو د بلخ د والي له ویانده پوښتنه کړې چې که ثابت شي د بلخ د والي ساتونکو اصف مهمند نیولی دی څه به وشي هغه یې په اړه راته وویل:

"د بلخ د والي ساتونکي والي پورې اړه نه‎لري هغوی د بلخ د امنیه قوماندانۍ، همدې نظام او هېواد پورې اړه لري، دوی «د والي ساتونکي» له دې وړاندې چې د والي تر قوماندې لاندې راشي په نظام کې یې هم مسؤلیت درلود."

خو حقوق پوهان وايي چې د مؤظف پولیس پرته هېڅ بل مسؤل او یا غیرې مسؤل وسله‎وال کس د نیولو صلاحیت نه لري.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی په دې اړه وايي:

"د قانون پر اساس که چېرې یو څوک د خپل آمر له غیرې قانوني امر څخه اطاعت کوي اجرا کوونکي له اجرا څخه مسول دی او امر ورکوونکی له خپل امر څخه مسول دی."

له بلې خوا د اصف مهمند ورور مصطفی مهمند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چی دوی د عطا محمد نور د لېرې کېدو او محاکمې غوښتونکي دي.

د نوموړي په خبره که حکومت دغه غوښتنه ونه مني نو سړکونو ته به ووځي او مظاهرې به وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس