اماني: په میرزا اولنګ کې د بشري ناورین ژورتیا تر هغه زیات ده چې ویل کېږي

د میرزا اولنګ یو شمېر اوسېدونکي چې د وسله والو له وېرې خپل سیمې پریښي.

په سرپل کې چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میراز اولنګ کلي کې د بشري ناورین ژورتیا تر هغه زیاته ده چې په مطبوعاتو کې ویل کېږي.

د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په میرزا اولنګ کې، غالباً د فرقه یې تعصب پر اساس، لس ګونه کسان چې د کلي مشران، ښځې او ماشومان پکې دي، وژل شوي دي.

ذبیح الله اماني وویل، دا ادعا د هغو معلوماتو پر اساس کوي چې له سیمې تښتېدلو خلکو ورسره شریک کړي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو کشفي ادارو هم داسې پېښه تائيد کړې ده.

ذبیح الله اماني

ذبیح الله اماني وویل:

"پنځوس یا تر هغه زیات ملکي وګړي تیر باران شوي، له غونډیو کښته اچول شوي، له یو شمېر کسانو سرونه پرې شوي، د یو شمېر کسانو بدنونه یې سوري کړي دي، په دې کې کوچنیان، ښځي او د کلي مشران په شهیدانو کې دي، دا معلومات چې زه یې درکوم زموږکشفي ادارو راکړي دي، خو د میراز اولنګ خلکو راته ویلي چې د چا زوی، د چا خاوند یا اولاد یې د سترګو مخکې وژل شوي دي، دا معلومات موثق دي، حتی هغه څه چې موږ یې رسنیو ته وایو، د فاجعې عمق تر دې هم زیات دی."

رپوټونه وايي چې د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ له کلي، د جګړې له امله لږترلږه څلور سوه کورنۍ تښتېدلې او د سرپل په ښار کې ځای پرځای شوي دي.

د سرپل د والي د ویاند په وینا، د میرزا اولنګ د کلي خلک، اکثر شیعه ګان او هزاره ګان دي او پرهغوی وروستۍ حمله دوه دلیلونه لري.

ذبیح الله اماني وویل:

"زما په نظر د طالبانو او داعش له لوري د میرزا اولنګ د مظلومو خلکو داسې بې رحمانه قتل دوه دلیله لري، لومړی، وسله والو له ډېرې مودې راهیسې پر میرزا اولنګ حملې کولې خو د میرزا اولنګ زړه ورو خلکو دښمن ته لار نه ورکوله، مقاومت یې کول، دوهم دلیل ښايي دا وي چې میرزا اولنګ ټول هزاره نشین او د شیعه ګانو سیمه ده نو د هغوی په وژلو هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ نفاق جوړ کړي."

د سرپل د والي ویاند ازادي راډیوته وویل چې د داعش وسله والو له ډېرې مودې راهیسې هلته زیات فعالیت درلود او دوی په وار- وارله مرکزي حکومته مرسته غوښتې وه.

د هغه په وینا، داعش او د ازبکستان تحریک اسلامي حزب په سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې جلب و جذب کول.

ذبیح الله اماني زیاته کړه:

"د ازبکستان د تحریک اسلامي حزب د مشر طاهر یولداش زوی څه موده مخکې دلته راغلی و، د سرپل او جوزجان ترمنځ په سرحدي سیمو کې و او د داعش وسله وال یې دلته تجهیز او تمویل کړل، دا څرګندوي چې داعش دلته پراخ حضور لري او په سرپل کې د داعش د ډلې مشر قاري شیرمحمد غضنفر په خپله د میرزا اولنګ د خلکو په بې رحمانه قتل کې مهم رول درلود."

د میرزا اولنګ اوسېدونکي چې د وسله والو له لوري برمته شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله والو څو ورځې مخکې په هرات کې پر جوادیه جومات د حملې مسئولیت واخیست.

وسله والو طالبانو په میرزا اولنګ کلي کې د خلکو په قتل کې لاس درلودل رد کړي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د پېښې په اړه څېړنه کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې په میرزا اولنګ کې د بشریت ضد جنایت شوی دی.