روسیه پر امریکايي ډالر او د کرېډېټ کارټ پر سیسټم اتکا کموي

روسیې وروسته له دې چې متحده ایالاتو نوي بندیزونه پرې ولګول هڅې چټکې کړي چې پر امریکايي ډالر او د کرېډېټ کارټ پر سیسټم خپله اتکا کمه کړي.

دا ټکی د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن له میژدوناردونایا ژیزن "نړیوال ژوند" خپرونې سره په مرکه کې څرګند کړ.

په نړۍ کې د تېل، ګاز او نورو موادو پلور او پېر تر ډېره په امریکايي ډالرو کېږي.

هغه بندیزونه چې واشنګټن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو د اعاوو او د اوکراین په ختیځ کې د مداخلې له کبله څو ورځې مخکې پر مسکو ولګول د روسیې د انرژۍ سکټور ته سخته ضربه ورکوي.

ریابکوف وویل، روسیه به هڅې زیاتې کړي څو د پلور او پېر د لومړۍ پیسې په توګه د امریکايي ډالر پر سیسټم خپله اتکا کمه کړي او زیاته‌یې کړه چې دا اوس یوه حیاتي اړتیا ده.