کرن خان د خپلو نویو هنري او ادبي فعالیتونو په اړه غږېږي

کرن خان د پښتو د موسیقۍ د روان بهیر هغه ځلانده نوم دی چې په لر او بر کې لکونه مینه‌وال لري او هر ځل‌یې نویو سندرو ته په لېوالتیا انتظار کوي.

کرن خان د خپل هنري سفر له پیله هڅه کړې چې خپلو مینه‌والو ته معیاري موسیقي وړاندې کړې، همدا لامل دی چې د هر البم انتخاب‌یې معیاري او بې‌ساری وي.

ښاغلي کرن تر دې دمه خپلو مینه‌والو ته د موسیقۍ ۱۵ البمونه وړاندې کړي چې له لومړي البم "مازیګر" تر وروستي "کیف" پورې یې ټول د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شوي چې کرن‌یې لامل ښه موسیقي، اعلی انتخاب او د لر او بر د پښتنو شاعرانو ترمنځ انډول برابر ساتل بولي.

کرن خان نه‌یوازې دا چې پښتو موسیقۍ ته نوی رنګ ورکړ، بلکې پر دې سربېره‌یې په پښتو موسیقۍ کې د "ټپیزې" او "قوالي" ویلو طرزونه هم رایج کړل چې د پښتو موسیقۍ مینه‌وال زښت زیات خوښ کړل.

کرن خان دا ځل خپل نوی البم "اترنګ" مینه‌والو ته چمتو کړی چې تر دې دمه‌یې څو غزلې راغلي او نورې به‌یې ژر د مینه‌والو هنري تنده خړوب کړي.

د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له کرن خان سره د هغه پر نویو هنري او ادبي فعالیتونو خبرې کړي او په لومړي سر کې یې ترې پوښتلي چې د شعر د انتخاب او د موسیقۍ له مخې د هغه د نورو او نوي البم "اترنګ" ترمنځ څه توپیر دی؟

د کرن خان خبرې دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له کرن خان سره مرکه