فرهمند: پر دوستم د هغه د انتخاباتي دوستانو له لوري ۳ بېلابېلې حملې شوي

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس وايي چې پر جنرال عبدالرشید دوستم د هغه د انتخاباتي دوستانو له لوري د هغه د ټولنیز شخصیت د ترور او فزیکي حذف بېلابېلې حملې شوې دي.

عنایت‌الله بابر فرهمند چې د پنجشنبې په ورځ‌یې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د حقوقي او قانوني ځای د تثبیت په اړه د حقوق‌پوهانو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ستونزې وروسته له هغې ډېرې شوې چې انتخابات وشول او ټیم بریالی شو، خو د جمهوري ریاست له لوري له ښاغلي دوستم سره د مور میرې سلوک پیل شو.

ښاغلی فرهمند وايي، پر جنرال عبدالرشید دوستم د هغه د انتخاباتي دوستانو له لوري د هغه د ټولنیز شخصیت د ترور او فزیکي حذف حملې شوې دي.

بابر فرهمند

نوموړي زیاته کړه:

"موږ احساس کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د انتخاباتي کمپاین د دوستانو له لوري د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال درې ډوله حملې شوي، د جنرال دوستم په ټولینز موقف باندې حمله، د هغه د فزیکي حذف د حملې طرحه او همدا شان د جنرال دوستم د شخصیت د ترور کولو حمله."

جنرال عبدالرشید دوستم دا مهال په ترکیه کې اوسي او څه موده وړاندې یې د بلخ د والي عطا محمد نور او د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال محمد محقق سره یو ائتلاف جوړ کړی چې د دوی په وینا غواړي د ائتلاف له لارې په حکومت کې سمون راولي.

ښاغلی فرهمند وايي، د لومړي مرستیال له لوري له لاسلیک شویو ۲۰۰ حکمونو نه‌یوازې لس‌یې د چارو په اداره کې ثبت شوي.

دی زیاتوي چې د جمهوري ریاست له لوري په لوی لاس هغه په نړیوالو غونډو کې له ګډون څخه ایسار شوی، د کابینې په جوړښت، د سفیرانو او والیانو په ټاکل کېدو او په مهمو کورنیو او نړیوالو تصمیونو کې ورسره سلا مشوره نه‌ده شوې.

ازادي راډيو وغوښتل چې د دغو ادعاو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم راواخلي، خو هغوی په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.

خو تر دې مخکې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي ویلي چې اساسي قانون د ولسمشر د مرستیالانو واکونه او صلاحیتونه مشخص کړي او ولسمشر په هره مسئله کې له حکومتي مشرانو سره سلا مشورې کړې دي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي کله چې ولسمشر بهر ته ځي نو هغه صلاحیتونه چې پخواني ولسمشر به خپل مرستیال ته سپارل محمد اشرف غني یې خپل مرستیالانو ته نه‌سپاري.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالعلي محمدي چې په همدې غونډه کې یې څرګندونې کولې وویل دا چې په افغانستان کې شخص ته نه بلکې ټیم ته رأیه ورکول کېږي، نو له ولسمشر وروسته د قانون له مخې د هغه مرستیالان هم له صلاحیتونو او واکونو څه برخه‌مند دي.

بل‌خوا د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي ازادي راډیو ته وویل، د قانون له مخې ولسمشر صلاحیت لري چې مرستیالانو ته په مشخصو مواردو کې واکونه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په اساسي قانون کې د ولسمشر صلاحیتونه او واکونه ثبت شوي، خو د مرستیالانو یې نه‌دي مشخص شوي، د ولسمشر له لوري په مشخصو مواردو کې د فرمان په ترڅ کې لومړي مرستیال او که هغه نه‌و دوهم مرستیال ته واکونه او صلاحیتونه ورکول کېږي."

پر جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه پر ساتونکو د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي له لوري دهغه د جنسي ځورونې تور لګول شوی، خو د ښاغلي دوستم دفتر دا تورونه رد کړي.

څه موده وړاندې د افغانستان لويې څارنوالي وویل چې د جنرال عبدالرشید دوستم او د احمد اېشچي دوسیه‌یې سترې محکمې ته لېږلې ده.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس وايي دا یوه حقوقي موضوع ده، خو حکومت دومره ستره کړه چې هم‌یې د دوستم شخصیت ترور کړ او هم‌یې په نړیواله کچه د افغان حکومت حیثیت ته زیان واړاوه.

راپور: رحمت‌الله افغان