داعش ډلې د هرات پر "جوادیه" جومات د انتحاري حملو مسؤلیت ومانه

ځایي مسؤلین وایي، په هرات کې پر یوه جومات د برید د وژل شویو شمېر ۳۳ ته ورسېد.

د دغه ولایت د روغتیا مسؤلين وایي چې تر ۶۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د هرات ښار د بکر اباد سیمې په جوادیه جومات کې دا پېښه تېر ماښام هغه مهال وشوه چې دوه برید کوونکي جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو یې له ډزو وروسته په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول.

تر اوسه د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو له کابل څخه د امنیتي ادارو د لوړپوړو چارواکو یو هیئت هرات ته رسېدلی، څو د پېښي په اړه پلټنې وکړي.

داعش ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.

  • پخواني معلومات

د پرون سې شنبې په ماښام د هرات د ښار په یوه جومات کې چاودنو تر ۲۹ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسؤل محمد رفیق شیرزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د هرات په پېښه کې ۶۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوه تنه د چاودېدونکو موادو سره د هرات ښار د بکر‎اباد سیمه کې د "جوادیه" په نوم د شیعه‎ګانو یو جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو له ډزو وروسته‌یې پر ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"یو کس لومړی جومات ته ننوتی و او د لمونځ کوونکو صفونو کې یې ځای نیولی و. دوهم بریدګر چې جومات کې و، پر لمونځ کوونکو یې ډزې کړې وې لومړني جومات کې چاودنه وکړه. تر اوسه د پېښې څرنګوالی لا هم ډېر روښانه نه‎دی."

د هرات د حوزوي روغتون مسؤل ډاکتر محمد عارف شهرام تېره شپه له پېښې وروسته خبریالانو ته د پېښې له ځایه روغتون ته د وړل شویو او ژوبل شویو د شمېر په اړه وویل:

"د تلفاتو شمېر، البته ابتدايي شمېر دا دی چې تر ۲۰ زیات کسان په دې برید کې شهیدان شوي، تر ۳۰ زیات ټپیان په روغتون کې راجسټر شوي چې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‎دی."

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، تېره شپه له دې پېښې وروسته د جوادیه جومات او د هرات د حوزوي روغتون شااوخوا په زرګونه د هرات اوسېدونکي راټول شوي وو.

راټولو شویو خلکو افغان چارواکي د دا ډول پېښو په مخنیوي کې په پاتې راتلو ملامتول او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د شپې له‎خوا د هرات پر ښار هلیکوپټرو الوتنې کولې او د پېښې په سیمه کې له پېښې وروسته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا په هرات کې پر یوه جومات لومړی برید نه‎دی، بلکې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې پر جوماتونو او د خلکو د راټولېدنې پر ځایونو بریدونه شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره شپه په یوې اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي:

"ترورېستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي."

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې د دې برید په اړه وړاندې ویل شوي:

"افغانستان د ګډ مذهبي ژوند غوره بېلګه ده، ځکه زموږ هېوادوالو او د بېلابېلو مذهبونو پیروانو تل په سوله‎ییزه او د ورورولۍ فضا کې یو د بل تر څنګ ژوند کړی او ترورېستان نه‎شي کولای د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره د دوی په منځ کې مذهبي نفاق رامنځته کړي."

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی، خو تر دې مخکې د یو لړ هغو بریدونو پړه د داعش په نوم وسله‎والې ډلې منلې چې په‌کې د افغانستان شیعه مسلمانان هدف ګرځول شوي وي.