د امریکا ولسمشر چین تورن کړ چې د واشنګټن او شمالي کوریا د لانجې د حللپاره يې هېڅ مرسته نهده کړې او دا وضعیت باید دوام ونهکړي.
ډونالد ټرمپ خپلې دغه څرګندونې پرون د ټویټر په یوه پیغام کې وروسته لهدې وکړې چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ داسې یو توغندۍ وازمایه چې له یوې لويې وچې بلې ته مزل کولی شي او ويې ویل چې دغه توغندۍ د اټمي امکاناتو سره امریکا په نښه کولی شي.
د امریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا هوايي ځواکونو نن وویل چې دوه B-1Bبمبارد کوونکو الوتکو يې د شمالي کوریا د توغندي د ازمیښت په ځواب کې د کوریا د ټاپو وزمې لهپاسه الوتې دي.
I am very disappointed in China. Our foolish past leaders have allowed them to make hundreds of billions of dollars a year in trade, yet...
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 29, 2017
د جنوبي کوریا او جاپان الوتکو هم دغه امریکايي الوتکۍ بدرګه کړي دي، ۱۷ ساعته يې د کوریا د ټاپو وزمې لهپاسه تمرینات کړي دي.
د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې د امریکا په پخوانیو حکومتونو هم انتقاد وکړ چې ولې يې چین ته د میلیاردو ډالرو د سوداګري اجازه ورکړې؟ سره لهدې چې چین د شمالي کوریا د لانجې په حل کې مرسته نهده کړې.
...they do NOTHING for us with North Korea, just talk. We will no longer allow this to continue. China could easily solve this problem!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 29, 2017
تېر کال د امریکا او چین ترمنځ سوداګري کسر ۳۰۹ میلیارډه ډالر وو.
ډونالد ټرمپ او د نړۍ نورو مشرانو څو ځلي په چین غږ کړی دی چې د شمالي کوریا د اټمي او بالسټیکي توغندیو د پروګرامونوله کبله په دغه هېواد باندې فشار روالي.
ملګرو ملتونو هم دغه پروګرامونو منع کړي دي.
چین د شمالی کوریا مهم ملاتړی هېواد دی او پخوانۍ اړیکې ورسره پالي.
دغه راز چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی تجارتي شریک او د خوراکي موادو او انرژي منبع ګڼل کېږي.
د چین بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی هم د شمالي کوریا د ازمیښتونو ځکه مخالفت کوي چې د ملګرو ملتونو د پریکړو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف کار دی.
په عین وخت کې چین هیله څرګنده کړې چې تول اړخونه له احتیاطه کار واخلي، د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی او د سیمهییزې سولې او ثبات ملاتړ وکړي.