د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

پر روسیې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې د مسکو غبرګون


پر روسیې د امریکا له خوا د نویو بندیزونو په ځواب کې مسکو هم غبرګون وښود.

د امریکا سنا پرون تقریباً په یوه غږ پر روسیې د سختو بندیزونو لایحه تصویب کړه او د توشیح لپاره یې سپینې ماڼۍ ته واستوله.

او نن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د دې اقدام په وړاندې د خپل غبرګون جزییات خپاره کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کې له متحدوایالاتو وغوښتل چې په مسکو کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر د سپټمبر تر لومړۍ نیټې ۴۵۵ کسانو ته راکم کړي ځکه د دوی په وینا په متحدوایالاتو کې د روسیې د سفارت او قونسلګریو شمېر هم همدومره دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې د اګست د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د امریکا سفارت نور نو نشي کولای په مسکو کې له ځانګړو کورونو او له ګدامونو څخه کار واخلي.

مسکو همداراز خبرداری ورکړی چې که متحدایالات پر هغو ۳۵ روسي ډيپلوماټانو سر بېره چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال له امریکا ایستل شوي وو، نورو ډيپلوماټانو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړي نو له ځوابي اقدام سره به مخامخ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې وايي، د امریکا په سنا کې پر روسیې د بندیزونو د لایحې تصویب په نړیوالو مسایلو کې د امریکا افراطي تهاجمي پالیسي ثابته کړه.

د امریکا سنا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د اعاوو او پر اوکراین د یرغل له کبله پر دې هېواد د اوسنیو او په سوریه کې د لاسوهنو په خاطر د نويو بندیزونو لایحه په اته نوي موافقو او دوو مخالفو رایو تصویب کړه.

لایحه همداراز ولسمشرټرمپ په دې مکلف بولي چې د بندیزونو د لیرې کولو یا کمولو په صورت کې د کانګرس تصویب واخلي.

سپينې مانۍ مخکې ویلي و، د دې لایحې- چې پر روسیې سربېره پر ایران او شمالي کوریا بندیزونه هم پکې شامل دي هرکلی کوي، خو پر دې یې اعتراض کړی و چې د ولسمشر صلاحیت له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو د هڅو په برخه کې لکه څنګه چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې ژمنه کړې وه، محدود شوي دي.

سپینې ماڼۍ پرون ناوخته وویل ولسمشر ټرمپ تراوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې چې دا لایحه توشیح که ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG