قهرمان: د هېواد روان وضعیت «وطن ګوند» ته د منلو وړ نه دی

د «وطن ګوند» ګڼ شمېر غړیو د دغه ګوند د " قانوني بیا حضور" څلورمه مشورتي غونډه د جمعې په ورځ په کابل کې جوړه کړه.

د وطن ګوند د کاري کمېټي غړیو وویل، په وروستیو ۲۵ کلونو کې د هېواد امنیتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت مخ په خرابیدو دی او که معقول تدابیر ورته ونه نیول شي، هېواد به له یوه خطرناک بحران سره مخ کړي.

د دې کمېټې مشر عبدالجبار قهرمان وویل، د هېواد روان وضعیت د وطن ګوند غړیو ته د منلو، نه دی او د دغه ګوند دنده ده چې د روانو بې عدالتیو، سیاسي لانجو، ناامنیو او فرهنګي ناخوالو د پای ته رسولو په نیت، خپلې لیکي پیاوړې کړي.

ښاغلي قهرمان وویل، سوله، ټولنیز عدالت، د هېواد پرمختګ او د قانون حاکمیت، د وطن د ګوند د مشر ډاکټر نجیب الله لوی ارمان و او د وطن ګوند غړي باید، د د غه ارمان د پوره کولو لپاره، له بل وخت څخه زیاتې هڅې وکړي.