نواز شریف د محکمې تر پرېکړې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د سترې محکمې د پرېکړې له ننني اعلان وروسته چې دی یې د فساد په یوه قضیه کې سلب صلاحیت کړ، له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوازشریف نن وروسته له هغه د پاکستان د صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه چې سترې محکمې د ده او د ده د کورنۍ د غړو پرضد د فساد د ادعاوو له اوېدو وروسته سلب صلاحیت کړ.

د صدراعظم د دفتر یوه ویاند نن په یوه بیان کې تائید کړه چې ښاغلي شریف له خپلې دندې استفعا کړې ده.

د پاکستان سترې محکمې پر ښاغلي شریف د فساد د تورونو په دې قضیه کې پرېکړه نن اعلان کړه.

دی د هغو ادعاوو پر بنسټ محاکمه شو چې یوې کمېټې د پاناما هېواد د یوې ورځپاڼې له خوا د افشا شويو معلوماتو له څېړنې وروسته دی ګرم وباله.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

د دې معلوماتو له مخې د شریف د کورنۍ د غړو ډېره شتمني په بهر کې ده.

د نوازشریف پر لور مریم شریف او د کورنۍ پر څو نورو غړو تور دی چې په لندن کې یې د خپلو قېمتي اپارتمانونو د مالکیت جعلي اسناد جوړ کړي.

په دوسیه کې همداراز په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې نوازشریف په واک کې و، د فساد تورونه هم شته خو ده د هرراز غیر قانوني کار تورونه رد کړي.

پر نوازشریف دعوا د اپوزېسیون د مهم ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان له خوا اقامه شوې وه.

د دې ګوند یوه غړي فوادچودري د سترې محکمې د حکم ستاینه وکړه:

"د پاکستان محکمې صدراعظم سلب صلاحیت کړ، له شریف څخه وپوښتل شول چې د ده او د ده د بچیانو شتمني هغه مهال چې پر دولتي دنده یې کار کاوه څنګه څو میلیونه ځلې زیاته شوه، نن د پاکستان لپاره د بریا ورځ ده."

خو ځینو نورو کسانو او له هغې ډلې د نوازشریف په کابینه کې د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب دا پریکړه غندلې ده.

اورنګزېب

نوموړې زیاته کړه:

"د پاکستان صدراعظم چې هر څوک وي، نواز شریف د پاکستان د خلکو د زړونو صدراعظم د، محمد نواز شریف چې د دریم ځل لپاره منتخب شوی دی د صدراعظمي څوکۍ ته اړتیا نه لري."

د محکمې په پرېکړه کې د نوازشریف پر بې صلاحیته کولو سربیره دا حکم هم شوی چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې باید د شریف او د هغه د کورنۍ د تورنو غړو د فساد دوسیه ترتیب شي.

نوازشریف په دې مشهور دی چې د پاکستان په سیاسي صحنه کې د دې هېواد د ځواکمن پوځ له رول سره مخالف و او ځکه د خپلې واکمنۍ په دوو مخکینیو دورو کې هم د پوځ له خوا له واکه لېرې شوی دی.

  • پخواني معلومات

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سترې محکمې د پرېکړې له ننني اعلان وروسته چې دی یې د فساد په یوه قضیه کې سلب صلاحیت کړ، له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوازشریف نن وروسته له هغه د پاکستان صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه چې سترې محکمې د ده او د ده د کورنۍ د غړو پرضد د فساد د ادعاوو له اوېدو وروسته دی سلب صلاحیت کړ.

د صدراعظم د دفتر یوه ویاند نن په یوه بیان کې تائید کړه چې ښاغلي شریف له خپلې دندې څخه استفعا کړې ده.

د پاکستان سترې محکمې پر ښاغلي شریف د فساد د تورونو په دې قضیه کې پرېکړه نن اعلان کړه.

په قضیه کې د لګول شویو تورونو له مخې د شریف د کورنۍ د غړو ډېره برخه شتمني په بهر کې ده.

د نوازشریف پر لور مریم شریف او د کورنۍ پر ځینو نورو غړو تور دی چې په لندن کې یې د خپلو قیمتي اپارتمانونو د مالکیت جعلي اسناد جوړ کړي.

مریم شریف

په دوسیه کې همداراز په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې نوازشریف په واک کې و، د فساد تورونه هم شته خو ده د هرراز غیرقانوني کار تورونه رد کړي.

پر نوازشریف دعوا د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان له خوا چې د اپوزېسیون مهمه ډله ده ترتیب شوې وه.

د محکمې په پرېکړه کې د نوازشریف پر بې صلاحیته کولو سربېره همداراز حکم شوی دی چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې باید پر شریف او د هغه د کورنۍ د تورنو غړو پرضد د فساد دوسیه ترتیب شي.

په پاکستان کې نظرپوښتنې ښيي چې د دې هېواد خلک او سیاسي ګوندونه د محکمې د حکم په اړه په دوو ډلو ویشل شوي- ځینې کسان د محکمې د حکم ملاتړ کوي خو ځینې نور بیا پرده او د ده پر کورنۍ د لګول شویو تورونو فسخ کېدل غواړي.

نوازشریف په دې مشهور دی چې د پاکستان په سیاسي صحنه کې د دې هېواد د ځواکمن پوځ له رول سره مخالف و او ځکه د خپلې واکمنۍ په دوو مخکینیو دورو کې هم د پوځ له خوا له واکه لیرې شوی دی.

پخواني معلومات:

د پاکستان سترې محکمې د پانامادو اسنادو د قضیې له امله د دغه هېواد وصدراعظم نواز شریف نااهله کړ او همداشان یې د هغه پر ضد یې په احتساب محکمه کې د دوسیې ثبتولو امر ورکړ.

د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیزې ډلې دا پریکړه د جمعې په ورځ د ګډ تحقیقاتي ټیم د هغو موندونو پر مټ کړي چې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عواېدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر وموند.

د سترې محکمې د پرېکړې له مخې، نوازشریف د پاکستان د اساسي قانون په ۶۲ او ۶۳مې مادې برابر نه دی، نو له همدې دې امله د خپلې چوکۍ لپاره نااهله ګرځول شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې په پاناما اسنادو کې د دې هېواد د صدر اعظم نواز شریف د کورنۍ د غړیو د نومونو تر راتلو وروسته د روان کال په اپرېل مياشت کې پر نواز شریف د لګېدلو اداري فسادونو د تورونو د تحقیقاتو لپاره د یوه ګډ پلټونکي ټيم د جوړولو حکم ورکړ چې د دې ادعا په اړه تحقيات وکړي او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړي.

د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډ تحقیقاتي ټیم د روانې میاشتې په ۱۰ نېټه خپلې موندنې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړې چې بیا دغه محکمې تر څو ورځو اورېدنو وروسته د روان میاشت په ۲۱مه نېټه خپله پرېکړه خوندي کړه.

د سترې محکمې د نواز شریف پر نااهلۍ سربېره امر کړی چې د هغه د لور مریم نواز، زامنو حسین او حسن نواز او زوم کیپټن صفدر پر ضد دې د احتساب په محکمه کې دوسیه ثبت شي.

د تحریک انصاف په ګډون د پاکستان یو شمېر اپوزېسیون ګوندونو تر هغې وروسته پر نواز شریف د فساد تورونه ولګول او د هغه پرخلاف یې په ستره محکمه کې د فساد قضیه داېره کړه چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد رابرسېره شول چې له پاکستانه بهر يې د ښاغلي شریف د کورنۍ اړوند تجارتونو معلومات خپاره کړل.

په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو، دوو زامنو او یوې لور نومونه ياد شوي و.

عمران خان

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي غړي جهانګیر ترین د سترې محکمې له خوا د نواز شریف د نااهلۍ د پریکړې تر راتلو وروسته ددغې محکمې مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې د ښاغلي شریف نااهلي په پاکستان کې د قانون برلاسی وباله او ویې ویل چې اوس به پر محکمو د خلکو باور لا پوخ شي:

"نن د پاکستان په تاریخ کې یو نوی باب لیکل کېږي، که څه هم پاکستانیانو همت باېللی و چې ښايي په دې هېواد به کله هم انصاف برلاسی نه شي او پاکستان به تل د فاسدو لکو تر ولکې لاندې وي او په دې هېواد کې به کله هم بدلون رانه شي، خو نن چې موږ چېرته رسېدلي یو او دا تاریخي پریکړه وشوه، نو موږ له دې امله د الله شکر پرځای کوو."

نوموړي همدا شان وویل چې د دې ګوند مشر عمران خان د سترې محکمې له پرېکړې وروسته ثوابي لمونځ کړي او ټینګار یې وکړ چې د سترې محکمې دا پرېکړه پاکستانیانو ته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه هیله ور کوي.

له بلې خوا بیا د پاکستان د اطلاتو وزیرې او د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ (ن) ګوند غړې مریم اورنګزیب د سترې محکمې مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې د سترې محکمې پر پریکړې افسوس وښود او ویې ویل چې ګوند به یې د پریکړې د تفصیلاتو تر کتلو وروسته قانوني لارې چارې وګوري او راتلونکي تګلاره به وټاکي:

"پاکستان مسلم لیګ (ن) به د دې پریکړې تفصیلاتو به کتو له قانوني ماهرینو سره تر سلا مشورو ورسته په لړ کې د تګلارې خپلو پریکړه وکړي، خو زه د پاکستان ولس ته ویل غواړم چې په دغه پریکړه کې هم ستاسو پر مشرانو د یوې پېسې دولتي فساد نه دی ثابت شوی."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو په پاناما اسنادو کې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو د نومونو تر راتلو وروسته له هغه غوښتي و چې له خپلې دندې دې استعفا ورکړي، خو ښاغلي شریف ټینګار کاوه چې د ولس په رایو ټاکل شوی نو ځکه به د خپلې دندې د مودې تر پایه استعفا ورنه کړي.

پخواني معلومات:

د پاکستان سترې محکمې د پاناما د اسنادو د قضیې له امله د دغه هېواد صدر اعظم نواز شریف نااهله اعلان او د هغه پر ضد یې په احتساب محکمه کې د دوسیې ثبتولو امر ورکړ.

د پاکستان سترې محکمې په پاناما اسنادو کې د دې هېواد د صدراعظم نواز شریف د کورنۍ د غړیو د نومونو تر راتلو وروسته د روان کال په اپرېل مياشت کې پر نواز شریف د لګېدلو اداري فسادونو د تورونو د تحقیقاتو لپاره د یوه ګډ پلټونکي ټيم د جوړولو حکم ورکړ چې د دې ادعا په اړه تحقيات وکړي او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړي.

د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیزې ډلې داپریکړه د جمعې په ورځ د ګډ تحقیقاتي ټیم د موندنو پر مټ کړي چې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عوایدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر وموند.

د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډ تحقیقاتي ټیم د روانې میاشت په ۱۰ نېټه خپلې موندنې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړې چې بیا دغه محکمې تر څو ورځو اورېدنو وروسته د روان میاشت په ۲۱مه نېټه خپله پرېکړه خوندي او نن یې اعلان کړه.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د سترې محکمې د نواز شریف پر نااهلۍ سربېره امر کړی چې د هغه د لور مریم نواز، زامنو حسین او حسن نواز او زوم کیپټن صفدر پر ضد دې د احتساب په محکمه کې دوسیه ثبت شي.

راپور: احمد تکل او ذبیح مومند