رحمانزی: وسله‌والو په ارزګان کې د یوې مؤسسې ۴ کارکوونکي برمته کړي

په ارزګان ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي وسله‌والو طالبانو برمته کړي دي.

په سیمه کې د «AHDS» مؤسسې مسؤل فضل‌الرحمان رحمانزي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د ولسي تړون پروګرام دغه څلور تنه کارکوونکي د دغه ولایت چورې ولسوالۍ ته پر لاره و چې وسله‌والو طالبانو برمته کړل.

نوموړی وايي، د دغو کارکوونکو هدف په دغې لسوالۍ کې د ولسي تړون د پروګرام پلي کول و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون دغه پروګرام شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ارزګان ولایت کې پیل شو چې مسؤلینو د پیلېدو پر مهال‌یې هم له وسله‌والو طالبانو څخه د همکاري غوښتنه کړې وه.