سرچینه: پر ګرشک ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې یوه قرارګاه سقوط شوې

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې لاهم درنه جګړه روانه ده.

د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل د ګرشک ولسوالۍ د سربند د سیمې یوه مهمه قرارګاه سقوط شوې ده او د ملي اردو د درېیمې لوا د درېیم کنډک د درېیمې ټولي قوماندان فهیم او یو شمېر ملګري يې وژل شوي دي.

که څه هم جګړه وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د وسله‌والو پر یو شمېر پټنځایونو بریدونه وشول او تلفات ورته واوښتل راکمه شوه، خو د سربند په سیمه کې لاهم په شدت جریان لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دغو بریدونو کې چې په یوه وخت کې د امنیتي کمربند پر څلورو مهمو نقطو پیل شول تر اوسه ۶ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ځواک وویل وسله‌والو د سربند، د ادم خان، پارچاوې او اب پاشک په سیمو کي پر یو شمېر پوستو موټر بمونه او وسله‌وال بریدونه وکړل چي په شا تمبول شوي دي.

هغه د سربند د قرارګاه د سقوط خبره رد کړه.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده جګړه کې د ملي اردو یوه قرارګاه‌یې نیولې او یو شمېر امنیتي سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې افغان ځواکونو د هلمند ناوه ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیوله.