عبدالله: سیاسي مشران او ځيني چارواکي باید وضعیت د دښمن په ګټه تمام نه‌کړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سیاسي مشران او د حکومت ځيني چارواکي نباید داسې څه وکړي چې وضعیت د دښمن په ګټه بدلوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې افغانان باید خپل دښمن وپېژني.

ښاغلي عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ‌ په کابل کې د محمد سالم ایزدیار او د جوزا د لسمې نېټې د شهیدانو په نوم د یوه واټ نومولو غونډې ته خبرې کولې وویل چې که د نظام دننه او یا ځينې سیاسي څېرې د دښمن په ګټه د وضعیت د بدلولو هڅه کوي تېرې ترخې تجربې دې یادې کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"که په دې ځای کې د حکومت مسؤل، وزیر، مدیر، قوماندان، سیاستمدار او یا هر څوک دا وضعیت په داسې لوري بیایي چې دښمن خوشحاله شي، نو د شهیدانو د هغو وینو ضایع کول دي چې د حق په لار کې یې تویې کړي دي. ایا خدای دې نه‌کړي موږ بیا داسې زمینې نه‌برابروو چې هغه تیاره نظام ته ولاړ شو، نو همدا ټکی دی چې موږ ګډ مسؤلیت ته بیایي."

نوموړي که څه هم د چا، کومې ډلې یا ائتلاف نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل چې د افغانستان د ژغورنې لار د خلکو ترمنځ د یووالي ساتل او د اصلي دښمن سره په مبارزه کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو بې‌واکه شوي وزیر، د اجرائيه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق، د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور په ترکیه کې د «افغانستان د ژغورنې» په نوم ائتلاف اعلان او د حکومت پر کړنو یې انتقادونه وکړل.

د تېرې یکشنبې په ورځ بیا د ملي امینت د پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل او د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون د پخواني حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو د «خلکو د محور» په نوم سیاسي حرکت د موجوده حکومت د اپوزېسیون په توګه اعلان کړ او دا نظام‌یې له ستونزو ډک وباله.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې له ټولو وطنوالو، سیاسیونو، رهبرانو او چارواکو یې غوښتنه دا ده چې ګډ مسؤلیت ته متوجې شي.

اجرائیه رئیس دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د دغو ائتلافونو تر څنګ، د بدلون لپاره پاڅون، د روښنايي غورځنګ او داسې نورو منتقدینو هم د حکومت پر وړاندې پراخ انتقادونه کړي دي.

خو دغه وضعیت ته په کتو د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع وايي چې افغانستان په داسې شرایطو کې نه‌دی چې پر حکومت تورونه پورې شي.

سمیع: موږ په ډېرو حساسو شرایطو کې یو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ډېرو حساسو شرایطو کې یو، موږ ټول باید شرایط او د هېواد وضعیت درک کړو او پوه شو چې دښمن مو څه پلان لري دا تورونه چې موږ یې په یو بل لګوو ایا ګټه‌یې چاته رسېږي؟ وګورئ چې دښمن څومره ترې استفاده کوي!"

جوړو شویو ائتلافونو بیا ویلي چې د دوی هدف د نظام ړنګول نه بلکې د نظام دننه اصلاحات دي چې هېواد د ژغورنې په لوري بیایي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ