د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

نور: د ملي یووالي حکومت انحصاګر او استبداد کوونکی دی


د بلخ والي عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت په استبداد او انحصار ګری تورن کړ او د حکومت پر کړنو یې انتقاد وکړ.

عطا محمد نور چې د یوې میاشتې راپه دېخوا د افغانستان د خلکو د ژغورنې د ائتلاف د تشکېل په هدف له هېواد څخه بهر و، د یکشنبې په ورځ له ازبکستانه بلخ ولایت ته راغی او د خلکو یوې غونډې ته یې د رسنیو په حضور کې خبرې وکړې.

عطا محمد نور د تل په څېر د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مرکزي حکومت پر کړنو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د حکومت ضد وسله‎وال فعالیت په هېواد کې د پراخېدو په حال کې دی.

د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نور

هغه وویل:

"طالبان زیات شوي، داعش هم راپیدا شوي چې پراختیا یې کړې. استبداد او اداري دیکتاتوري موجوده ده، وزیران او رئیسان صلاحیت نه‎لري. اداري استبداد موجود دی هېواد د درېیو او یا هم څلورو مشخصو کسانو له‎خوا اداره کېږي."

د بلخ والي عطا محمد نور چې هم‎مهاله د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او جنبش ګوند، جمعیت اسلامي او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند د تازه جوړ شوي ائتلاف کلیدي غړی هم دی، وايي دا ائتلاف به هېڅ ډول له ماتې سره مخ نه‎شي او دوی د حکومت د اداري استبداد پر وړاندې او د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر مبارزه کوي.

هغه وویل چې پر حکومت به فشار راوړو او په ولایتونو او مرکز کې به د خلکو د حق غوښتنې په خاطر لوی لاریونونه پلان کړو.

عطا محمد نور په کابل کې د متحده ایالاتو د سفیر او اروپايي ټولنې خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي او جنرال دوستم قضیې په اړه وویل چې دا قضیه یې هم سیاسي کړې ده.

هغه وویل چې بهرني هېوادونه یې په افغانستان کې تر خپلو مرستو هاخوا په سیاسي چارو کې مداخله ونه‎کړي او په کور دننه د سیاسي احزابو او ډلو په وړاندې نه‎باید طرف واقع شي.

د بلخ والي تر څرګندونو دمخه، په کابل کې امریکا سفارت او د اروپا ټولنې له افغان دولته غوښتي وو چې د ایشچي په وړاندې د جنرال دوستم د جنسي ځورونې د ترسره کېدو په اړه عادلانه څېړنې وکړي.

تردې دمه مرکزي حکومت، خاصتاً د ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور د څرګندونو په اړه چې د همدې حکومت له مامورینو دی او د بلخ والي په توګه دنده ترسره کوي، کوم غبرګون نه‎دی ښودلی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG