د حکومت پر وړاندې د وروستیو ائتلافونو په اړه د ولسي جرګې اندېښنې

د ولسي جرګې غړیو په هېواد کې پر روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي ناوړه وضعیت او په تېره د حکومت د پالیسیو پر وړاندې د اپوزېسیون په بڼه د پرله پسې سیاسي ائتلافونو پر جوړېدو اندیښنه وښوده ويې ویل، که دغه اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل نه شي، ناوړه پایلې به ولري.

دوی وویل، د حکومت او جوړو شویو سیاسي ائتلافونو له موجوده وضعیت څخه، د خلکو او هېواد دښمنان په اسانۍ سره ګټه اخیستلی شي.

د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړیو د اندیښنو او بحثونو وروسته د جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي، پر حکومت او مخالفو سیاسي ائتلافونو ټینګار وکړ چې د هېواد او خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره دې، د نظر اختلاف، د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ابراهیمي: وروستیو ائتلافونو د خلکو اندېښنې زیاتي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت د رهبرۍ په کچه د فاصلو رامنځته کېدو او د پرله پسې ائتلافونو جوړېدو د خلکو اندیښنې زیاتې کړي دي، زموږ مخاطب د دولت او ائتلافونو مشران دي چې افغانستان ته ژور پام وکړي، دوی د خبرو او مذاکرو له لارې کولی شي چې د اوسني بحران د مدیریت لپاره، یو تر بله لاسونه ورکړي."

د ولسي جرګې ځینې غړي په دې نظر دي چې په دولت کې د ننه، د ځینو دولتي لوړو پوړو چارواکو لخوا، د دولت پرضد د ډلو جوړول، د نظام، خلکو او هېواد په ګټه نه دي.

د جرګې غړې وږمه ساپۍ او نظیفه ذکي وايي:

" ۱- هغه څوک چې پر ملت یې زړه سوزې، باید خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي ترڅو دغه ناخوالې رامنځته نه شي.

۲- زه له حکومت څخه غواړم د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې په دولت کې کار کوي، د دولت تنخواه یې اخلي او پرضد یې ډلې ټپلې جوړوي، موږ نور د جنګونو حوصله نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شااوخوا دوو اوونیو کې د دولت د پالیسیو پر وړاندې لومړی جنبش اسلامي، حزب وحدت اسلامي او د جمعیت اسلامي" له خوا او ورپسې"د افغانستان د خلکو محور" په نامه سیاسي ائتلافونه جوړ شول.

"د جنبش اسلامي، حزب وحدت اسلامي او د جمعیت اسلامي" ائتلاف.

په لومړي ائتلاف کې د جمهور رئیس لومړی مرستیال رشید دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطاء محمد نور او په دوهم ایتلاف کې اکثره د حامد کرزي د حکومت وزیران او لوړپوړي چارواکي شامل دي.

د سیاسي چارو پوهان وايي، اپوزېسیون باید د اپوزېسیون له اصولو سره سم، له حکومته جلا او د خلکو له منځه غږ پورته کړي نه داچې په حکومت کې دننه د حکومت پرضد فعالیت و کړي.

صافی:دوی د احق نه لري چې په دولتي کرسیو ناست او ائتلافونه جوړوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:

"دوی د احق نه لري چې په دولتي کرسیو ناست او ائتلافونه جوړوي او د اپوزېسیون غږ پورته کوي، دوی دې استعفا ورکړي چې ستاسې له کړو وړو سره موافق نه یو او اصلاحات غواړو، کله چې د دولت له چوکاټه ووتل بیايې خوښه ده چې مظاهرې کوي او که ائتلافونه جوړوي."

د جوړیو شویو ائتلافونه مشرانو ویلي، د دوی هدف د نظام نسکورول نه بلکې په نظام کې د هراړخیزو بدلونونو راوستل دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې جمهور رئیس اشرف غني ویلي چې هر دولتي چارواکي او اپوزېسیون که د اصلاحاتو لپاره پروګرام او طرحه ولري دولت ته دې وسپاري.

راپور :خان محمد سیند