د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې څلور لوی ښارګوټي جوړېږي

د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښار جوړونې وزارت له لوري د اوسېدلو څلور ښارګوټي جوړېږي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د ښار جوړونې وزارت د هغو څلورو ښارګوټو د جوړولو پلان منظور کړی چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایتي ادارې له‎خوا ورته وړاندیز شوی وو.

نوموړی وايي، په نېږدې راتلونکي کې به پر دغو څلورو ښارګوټو عملاً کار پيل شي چې په جوړېدو سره به د ګڼو کورنیو د سرپنا ستونزه حل شي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی

خوګیاڼي زیاته کړه:

"د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څلور لوی ښارګوټي چې په پلان کې نیول شوي وو د ښار جوړونې وزارت له‎خوا منظور شول چې په دې کې د بهراباد درېیمه برخه، د غالیو اوبدلو، د شهید زړور زاهد د پولیسو ښارګوټی او د ښار په قصبې سیمه کې به لوی ښارګوټي جوړ شي."

نوموړی وايي، که څه هم په دغو ښارګوټو کې د اوسېدونکو کورنیو شمېر لا نه‎دی معلوم، خو لومړیتوب به هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې کلونه پخوا ورته د سرپنا لپاره د نومرو اوېزونه وېشل شوي وو.

ښاغلی خوګیاڼی وایي:

"تر اوسه لا نه‎ده معلومه چې څومره کورنۍ به په دې ښارګوټو کې مېشت شي، خو له وړاندې نه کورنۍ په نښه شوي او خلکو ته اوېزونه ورکړل شوي په دوهمه مرحله کې د شهیدانو کورنیو ته او له هغې وروسته بیا بې‌وزله طبقې ته به توزېع کېږي."

اوس‎مهال د جلال‎اباد په ښار کې د خلکو د ډېرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د ښار واټونه د ټرافیکو پر مخ بند وي او د انجنيرانو په خبره دغه ښار د اوسنيو نفوس ته په کتو ډېر وړوکی دی.

په جلال‎اباد کې د انجنيري خدمتونو د یوه خصوصي شرکت مشر انجنیر اباسین بهیر وايي، د دې ستونزې یوازنی حل په همدې کې دی چې له ښاره وتلو سیمو کې ښارګوټي جوړ شي.

دی وايي:

"د ښار د پراختیا لپاره لازمه ده چې د ښار په وتلو څنډو کې مناسب ځایونه ښارګوټو ته لازم دي او په‎کار ده چې همدا ډول ښارګوټي منظور شي له دې سره هم ښار پراختیا پېدا کوي او هم به په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي."

مدني فعال ډاکتر اسدالله ښالیز د حکومت له لوري د ښارګوټو جوړول مثبت کار ګڼي او په خبره‌يې له دې لارې کېدلای شي چې د ځمکو د غصب مخه هم ورسره ونيول شي.

ښالیز زیاته کړه:

"هغه کومه ځمکه چې له غاصبینو پاتې ده، که هغه دولت د ماسټر پلان لپاره په خپل تصرف کې واخلي نو دې سره به دا ځمکې له غاصبینو هم خوندي شي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هندوستان هېواد هم ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ قاسم‎اباد ښارګوټي کې کډوالو ته د هستوګنې لپاره څلور زره کورونه جوړوي.

راپور: شاه‌محمود شینواری