د مې میاشتې په وروستیو کې د قطر د حکومت د خبري آژانس د هککولو تر شا د متحده عربي اماراتو لاس و.
دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله د یکشنبې په ورځ اعلان کړ.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې له هککولو وروسته له هغو غلطو معلوماتو چې د قطر د حکومت د رسمي اژانس په ویبسایټ کې ایښودل شوي، په استفادې د سیمې یو شمېر عربي هېوادونو له قطرسره ټولې اړیکې وشلولې چې دغه لانجه تر اوسه دوام لري.
خو په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو سفارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راپور غلط بللی او ټینګار یې کړی چې متحده عربي امارات د هککولو په دغه ادعا کې هېڅ ډول رول نهلري.
واشنګټن پوسټ د یو شمېر امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي ویلي چې د متحده عربي اماراتو د حکومت لوړ رتبه غړیو د مې په ۲۳مه پر یوه پلان بحث کړی و چې یوه ورځ وروسته یې د قطر د خبري اژانس په ویبپاڼه کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی په حواله دا خبر خپور شو چې ګواکې هغه ایران ستایلی او له اسرائیل سره یې اړیکې ښه بللي دي.
ورته لمسونکې څرګندونې د دې اژانس په ټویټرپاڼه کې هم خپرې شوي وې.
له دې پېښې وروسته دې اژانس سمدستي ادعا وکړه چې ویبپاڼه یې هک شوې او دغه مطالب یې له خپلو سایټونو لېرې کړل.
خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د قطر ټولې رسنۍ بندې کړي او وروسته یې له دې هېواد سره ډیپلوماټیک اړیکې وشلول.
د اسوشټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې دغه کړکېچ په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هڅې هم له ګواښ سره ځکه مخامخ کړي چې په دغه کړکېچ کې ښکېل ټول هېوادونو د دغه ائتلاف غړي دي.
په قطر کې له لس زرو زیات امریکایي سرتېري دېره دي او د امریکا مرکزي قوماندانی سیمهییز دفترونه هم په دې هېواد کې فعال دي.
بحرین بیا د امریکایي سمندري ځواکونو د یوې لوا کوربه دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرپه دغه کړکېچ کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو خوا نیولې او په عام محضر کې یې د دوی د دې خبرې ملاتړ کړی و چې دوحه د اسلامي سخت دریځو ډلو او هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې هڅه کوي منځني ختیځ بې ثباته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په دې وروستیو کې څو ورځې په سیمه کې تېرې کړي ترڅو د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي خو هغه په داسې حال کې له سیمې ولاړ چې د دغه کړکېچ د هواري کومې نښې نښاني نه لیدل کېږي.
د دغو نویو پرمختګونو په اړه تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه نهدي ویلي.