چارواکي: کندز کې طالبان تنکیو ځوانانو ته ترهګریزې زده‌کړې ورکوي

د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې وسله‎والو طالبانو رونیز مرکزونه جوړ کړي او په دې مرکزونو کې کم عمر لرونکو ځوانانو ته په‎کې د ځانوژونکو حملو، ماین جوړونې، د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او نورو ترورېستي برېدونو په برخه کې زدکړې ورکوي.

که څه هم د کندز وضعیت ظاهراً ارامه بریښي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې وسله‎والو طالبانو روزنیز مرکزونه جوړي کړي چې د خلکو په وینا، طالبان په کې تنکيو ځوانانو ته پوځي زده کړې ورکوي چې دا موضوع د سیمې د امنیت او د راتلونکي په اړه یې ژورې اندېښنې زېږولي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت په چهاردرې، دشت‎ارچې او امام صاحب ولسوالیو کې د وسله‎والو مخالفينو روزنیز مرکزونه موجود دي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي چې په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواکونو د دې ولایت په دشت‎ارچي ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفينو دوه مهم مرکزونه له‎منځه وړي دي:

د کندز امنیه قومندان

ښاغلي حمیدي وویل:

"دا یو حقیقت دی چې وسله‎و‎الو مخالفینو په ځانوژونکو او نورو ترورېستي برېدونو کې له تنکیو ځوانانو کار اخلي او د دوی په لیکو کې موجود هم دي، ځکه طالبان خپلو اهدافونو ته د رسېدو په خاطر، له هر ډول وسیلې څخه کار اخلي."

ښاغلي حمیدي وویل چې له ماشومانو څخه په جګړه کې ګټه اخیستنه د انسانیت او بشریت خلاف کار دی.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې دوی هڅې کوی، څو په دې ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو ټول روزنیز مرکزونه له‎منځه یوسي.

په ورته وخت کې په کندز کې د سیمه‎ییزو پولیسو یو تن قوماندان چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"دوی ته په جګړه کې په لوډسپیکرونو کې ترانې، تلاوت او تبیلغ اورول کېږي چې په جنګ که مخامخ ووژل شي، څه ثواب لري او چې له شا ووژل شي، څه ثواب لري او ډېری دغه ځوانان د ۱۵، ۱۶،۱۷ او ۱۸ کاله عمرلونکي دي."

خو د کندز په قلعۀزال ولسوالۍ کې د سیمه‎ییزو پولیسو یو بل قوماندان بیا وايي چې د طالبانو ډېری روزنیز مرکزونه په چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو کې موجود دي.

دی وایي:

"د کندز په دشت‎ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې د طالبانو ترهګریز مرکزونه موجود دي او دې مرکزونو ته تنکي ځوانان جلب او جذبوي او موږ په جګړه کې یو کس ژوندی ونیو چې ډېر وړوکی ماشوم و."

بل‎خوا د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي چې لا هم په دې ولایت کې وسله‎والو مخالفین خپل ترورېستي روزنیز مرکزونه لري.

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"دا د دولت ضعف ښکاره کوي چې تر اوسه پورې دوی په دې ولایت کې د طالبانو رونیز مرکزونه له‎منځه نه دي وړي، خو موږ په ارچې کې د د طالبانو د رونیز مرکز په اړه خبرې کوو، حال دا چې طالبان د کندز په مرکز پورې اړوندو سیمو کې هم خپل روزنیز مرکزونه لري."

د یادونې وړ ده، څه موده وړاندې په کندز ښار کې یو ماشوم چې د پولیسو له‎خوا د ځانوژونکي حملې تر سره کولو په تور نېول شوی و، هغه وايي چې د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته د دینې زدګړو په خاطر راغلی و، خو په مدرسه کې ده ته د ښوونکي له‎خوا د ترورېستې برېدونو او ځانوژونکو حملو روزنه ورکړل شوې ده.

دغه ماشوم وایي:

"زه خپلو ورونو سره امام صاحب ولسوالۍ ته د دیني زده‎کړو په خاطر راغلی وم، نو بیا مولوي ذکي راته روزنه راکوله او زما په ژبه یې پېچکاري را ولګوله او بیا یې زما په کچه د انتحاري حملې واسګټ را جوړ کړی و او مولوي ذکي راته وویل چې زه سبا تا انتحاري حملې ته بیایم او د پولیسو پر حوزې باندې انتحاري حمله وکړه او مړ به شي، لاړ به شې جنت ته، هلته ګلان او باغچې دي."

په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سیمه‎ييزې شورا یوه غړي سلطان‎خان بیا وايي چې اوس مهال د دې ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې وسله‎والو طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د ترورېستې بریدونو مرکزونه جوړ کړي دي.

سلطان‎خان وویل:

"د امام صاحب ځنګل د طالبانو مرکز دی، په ځنګله کې طالبان خپل ځانوژونکي، ماین جوړوونکي او ترورېستان روزي، خو موږ تل خپل غږ اوچت کړی دی، خو هېچا هم زموږ غږ نه‎دې اورېدلی."

بل‎خوا د کندز د امنیې قوماندانۍ یوه جګ پوړي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د دې ولایت په دشت‎ارچې او چهاردرې ولسوالیو کې وسله‎وال طالبان خپل ترورېستي او ترهګریز مرکزونه لري او تنکي ځوانان جذبوي او هلته ورته د ځانوژونکو حملو، ماین جوړونې، ترهګري او سخت دریځي زده کوي چې دغه دوه ولسوالۍ د طالبانو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

د سرچینې په وینا، د دې ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې هم طالبان خپل روزنیز مرکزونه لري او تنکیو ځوانان ته په‎کې ترورېستي زدکړې ورکول کېږي.

خو په همدې حال کې ذبیح‎الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو دغه خبرې ردوي چې ګواکې وسله‎وال طالبان په جګړو او نورو برېدونو کې له تنکیو ځوانانو ګټه اخلي.

نوموړی وايي چې دوی د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپل رونیز مرکزونه لري، خو هغه ځوانان چې عمرونه یې له ۲۰ کلونو کم وي، نو دوی په خپلو لېکو کې ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

راپور: اجمل آرین