دفاع وزارت: پاکستان د ګډو عملیاتو له موافقې په شا شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تروریستانو اصلي مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي او که د پاکستان پوځ په رښتیا د دې ډلو پرضد عملیات کوي دا مرکزونه دې له‎منځه یوسي.

د پاکستان پوځ پرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د "خېبر څلور" په نوم د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال اصف غفور وویل، دا عملیات د خېبر ایجنسۍ د قبایلي سیمې د راجګال درې له لارې د پاکستان قلمرو ته د داعش ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره ضروري وو.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال اصف غفور

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان پوځ، د هېواد په ختیځ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد عملیات کړي او د پاکستان د پوځ عملیاتو ته اړتیا نشته.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډيو سره په خبرو کې د داعش د مشرانو ابوسعید، عبدالحسیب او څو نورو وژلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که پاکستان رښتیا دا کار کوي، نو په لویو ښارونو کې دې د تروریستانو مرکزونه له منځه یوسي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېرو عملیاتونو ته اړتیا نشته. په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه ټول په ډاګه معلوم دي- د کوټې شورا، د پېښور شورا او د میرانشاه شورا د طالبانو ستر مرکزونه دي. دوی چې هغه له منځه یوسي په افغانستان کې هم جګړه ختمیږي. "

افغانستان او پاکستان نېژدې دوه اوونۍ مخکې د امریکا د سنا له پلاوي سره ومنله چې د تروریستي ډلو پر ضد به ګډ عملیات کوي.

د شوې موافقې له مخې پر دې عملیاتو به امریکا څارنه کوي خو د دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیری وايي، پاکستان له دې موافقې څخه په شا شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړی وايي:

"هغه فیصله داسې وه چې که کله موږ پاکستان ته هدف ورکوو امریکا یا چېن به څارنه پرې کوي چې پاکستان به یې له منځه وړي، مګرله هغه وروسته خو دوی خپله وویل چې اسلامي دولت ډله، طالبان او نورې تروریستي دلې په پاکستان کې نشته. نو د دې معنی دا ده چې دوی دې فیصلو ته ډیر ژمن نه‎دي."

د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده او ځکه پوځ په خېبر ایجنسۍ کې دا پوځي عملیات چې په ترڅ کې به یې هوايي حملې هم وشي پلان کړي.

د خېبر ایجنسۍ راجګال سیمه چې د پاکستان پوځ عملیات په‎کې پیل کړي، د ننګرهار ولایت اچېن ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده.

که څه هم په پاړه چنار کې د څه باندې درې اونیو مخکې چاودنې په ګډون په تېرو دوو کلونو کې داعش ډلې په پاکستان کې د ګڼ شمېر تروریستي حملو مسؤلیت منلی خو د پاکستان پوځ ادعا کوي چې داعش ډله په دې هېواد کې نشته.