د قاطع ملاتړ مأموریت په کندز کې د یوه ښوونځي بمباري رد کړه

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک په کندز ښار کې په یوه ښوونځي بمباري کړې ده.

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند تورن ویلیم سالوېن پرون شپه له ازادي راډیو سره په دې اړه د ټیلیفون په کرښه وویل چې ډاډه دی چې ښوونځی یې هدف نه‎دی ګرځولی.

تورن سالوېن زیاته کړه:

"زموږ ځواب دا دی چې دا تورونه ناسم دي. موږ د وړمې شپې په شمول هوايي حملې کړې دي. د وسلو په سر له نصبو کمرو او د وېډیويي تصویرونو د څېړنو پر اساس په دې ټولو حملو کې مشخص هدف ویشتل شوی دی. دا هدفونه جنګي پوستې او هغه ځایونه وو چې بمونه په‎کې اېښودل شوي وو. زموږ د مأموریت هدف د طالبانو لاس ته د سیمو د لوېدو مخنیوی وو چې ډاډه یو زموږ حملو دا مأموریت بریاليتوب ته رسولی دی."

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند تورن ویلیم وویل چې د کندز ښار په یوه ښوونځي کې دننه له چاودنې خبر دي او افغان چارواکو ورته ویلي چې دا پېښه د ښوونځي په پخلنځي کې د اور لګېدنې په سبب شوې ده.

د ناټو مأموریت پوځیان په داسې حال کې په کندز کې د ښوونځي بمباري ردوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما په اپرېل میاشت کې یو راپور خپور کړ او د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي حملو په نتیجه کې یې د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې په زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده.

د دغه راپور له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یوازې ۷۲ کسان د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

خو په کندز کې د هغه ښوونځي مدیر چې د ښوونځي ودانۍ یې زیانمنه شوې وايي، د امریکايي پوځیانو د بمبار په نتیجه کې یې ښوونځی زیانمن شوی دی.

د کندز د خواجه مشهد ښوونځي مدیر حشمت صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"د سهار شااوخوا څلور بجې او شل دقیقې وې د امریکا هوايي پوځیانو له‌خوا بمباري وشوه. زموږ ښوونځی یې سخت زیانمن کړ. د زده‌کوونکو په روحیه‌یې بده اغېزه کړې. نه‌یوازې زموږ ښوونځي ته بلکې د سیمې خلکو ته هم مالي تاوان اوښتی."

که څه هم پخوا تر دې ځیني وختونه د ناسمو معلوماتو په نتیجه کې د هوايي حملو د هدف د بې‌ځایه کېدو تائیدي کېدله، خو افغان چارواکو دا وار په کندز کې د یادې حملې پړه تر ډېره په وسله‎والو طالبانو اچوي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې د خواجه مشهد ښوونځي پېښه د بمبار په نتیجه کې نه‎ده رامنځته شوې.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"په ښوونځي باندې ډزې شوې دي، خو دا خبره ردوو چې ګواکې بمباري پرې شوې ده. ښوونځی د دولت د حاکمیت په ساحه کې پروت دی او جنګ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې روان و. کېدای شي راکټ د دښمن له‎خوا ویشتل شوی وي."

ښاغلي حمیدي وویل، د کندز ښار د یاد ښوونځي ځینې ټولګي وران شوي دي او د ښوونځي شااوخوا کورونو ته هم یوه اندازه زیان رسېدلی دی.

د کندز امنیه قوماندان وايي، په پېښه کې درې یا څلور تنه برسېرن ټپيان دي.

اخوا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې بهرنیو پوځیانو په کندز کې یو ښوونځی بمبار کړی دی.

وسله‎والو طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کندز ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه او وروسته تر هغې یاد وسله‎وال د دغه ښار په شااوخوا کې وخت ناوخته مقاومت کوي.

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د ښار له شااوخوا د طالبانو د ایستلو لپاره پوځي عملیات روان دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی