افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان اندېښنې او د سوداګرۍ وزارت هیله‌مندي

په داسې حال کې چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د سوداګرۍ وضعیت د اندېښنې وړ بللی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د یاد سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې سوداګرۍ وده او پراختیا موندلې.

دغه وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان وروستۍ اندېښنه رد او يا هم نه‌تائيدوي، خو وايي چې د سوداګرۍ وزارت ياد سازمان ته د ژمنو د عملي کېدو لپاره يو لړ پلانونه او ستراتېژۍ چمتو کړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د شویو ژمنو عملي کول د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

نوموړی وايي:

"له نېکه مرغه د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې سوداګري پراخه شوې، که شمېرو ته وګورو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې موږ نېږدې ۷۰۰ میلیونه ډالره پانګونه په افغانستان کې لرله، خو دغه شمېر په ۲۰۱۶ میلادي کال کې يو اعشاریه اووه میلیونو ډالرو ته ورسېده، بله مهمه خبره دا ده چې موږ د دغه سازمان له غړیتوب وروسته ۱۵ کلنه ستراتېژي تر ۲۰۳۱ کاله پوره جوړه کړې."

ښاغلي قوقندي دا هم وویل، کومه ستراتېژي چې دغه وزارت جوړه کړې راپور یې په کابینه کې ولسمشر ته وړاندې شوی چې ولسمشر اړوندو وزارتونو او ادارو ته د يادې ستراتېژۍ د پلي کولو هدایت ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په‎خپل يوه راپور کې ویلي چې د ملي يووالي حکومت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د يوه مناسب چاپېریال په برابرولو کې پاتې راغلی.

په راپور کې ویل شوي چې اداري فساد او امنیتي ننګونو په افغانستان کې تجارت او پانګونه له ستونزو سره مخ کړې ده.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان په باور، يو لړ بنسټیزو ستونزو په ځانګړې توګه د حمل و نقل او برېښنا په برخه کې شته ستونزو سوداګر له پانګونې زړه توري کړي دي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان مرکز په سویس کې دی او افغانستان تېر کال د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

محمد قربان حقجو په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه په کار پیل کړی دی.

سره له دې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان یاده اندېښنه په ښکاره توګه رد او یا هم نه‌تائيدوي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې سازمان اندېښنه پر ځای بولي.

د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي

د دې خونو د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د سوداګرۍ په اړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان نظر له بده مرغه سم دی، دلته فساد شته نا امني موجوده ده، د پانګونې لپاره سمه زمینه نه‎ده مساعده او د حکومت مشران هم په اختلافاتو کې ښکېل دي."

ښاغلی حافظي وايي، وروستیو ناامنیو او د روژې په میاشت کې خونړیو بریدونو سوداګرو ته ډېر زیانونه واړول.

نوموړی وايي، حکومت ته په کار ده چې د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره د امنیت د ټینګښت تر څنګ د فساد د مخنیوي لپاره هم جدي هڅې وکړي.

راپور: واصل وصال