د غزني والي: بهر ته د افغان ماشومانو په لېږدولو کې ځینې لویې کړۍ لاس لري

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي امنیتي ځواکونو پاکستان ته د هغو ۲۵ ماشومانو د انتقالولو مخه ونیوله چې د اسلامي زده‌کړو په پلمه پاکستان ته د ترورېستي فعالیتونو د روزنې په موخه لېږدول کېدل.

د غزني والي عبدالکریم متین د سې شنبې په ورځ ازادي ته وویل چې خوشې شوي ماشومان له ۴ نیولې تر ۱۴ کلونو پورې عمر لري او ډېری یې له دې پرته چې کورنۍ یې خبرې وي د سړي تښتوونکو لاس ته ورغلي وو.

به‌گفته آقای متین به اطفال ادویه خورانده شده بود که آنان حواس‌شان‌ را به‌صورت کلی از دست داده بودند که از سوی تیم صحی تحت تداوی قرر گرقتند.

د ښاغلي متین په وینا چې یاد ماشومانو ته درمل ورکړل شوي و چې له امله یې هغوی خپل حواس له لاسه ورکړي و چې دامهال تر درملنې لاندې دي.

د غزني والي عبدالکریم متین.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ اغلب ګومان دا دی چې دا ماشومان د ترورېستي فعالیتونو د زده‌کړې په موخه له هېواده بهر لېږدول کېدل څو هلته له روزنې وروسته ترورېستي کړنو ته اماده شي، دغه ماشومان نه‌یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو ته هم د ترهګریزو فعالیتونو لپاره استول کېږي."

د غزني والي وايي چې دغه ماشومان په ټونس ډوله موټر کې لېږدول کېدل چې مقر ولسوالۍ ته نېږدې یې امنیتي ځواکونو د انتقال مخه ونیوله.

د ښاغلي متین په خبره د یادې قضیې په تړاو څلور تنه چې دوه‌یې ډرېوران او دوه‌یې لار ښوونکي و نیولي دي او د نورو عاملینو د نیونې هڅې هم روانې دي.

د غزني د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او دا مهال د دغه ولایت په روزنتون کې تر درمنلې لاندې دي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه موجود وو چې ځینې ترهګرې کړۍ د اسلامي زده‌کړو په پلمه ماشومان او ځلمکي پاکستان ته لېږدوي او هلته ورته د ترورېستي فعالیتونو په اړه روزنه ورکوي.

د پاکستان یوه دیني مدرسه.

په دې وروستیو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې ډېری ترهګریز مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د ترورېستي فعالیتونو روزنه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې پاکستان ته د ماشونو د انتقالولو په مخنیوي کې د غزني د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلې دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې د سې شنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري هم کوله وویل، ماشومانو او ځوانانو ته د ترورېستي فعالیتونو روزنه د پاکستان په خاوره کې د افراطیت د ترویج د مرکزونو کار دی.

محمد اصف صدیقي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې پر ځای چې ماشومان اسلامي زده‌کړې وکړي دوی ترورېستي اعمالو ته تشویق کېږي، د ماشومانو د انتقالولو په مخنیوي کې د غزني د امنیتي ځواکونو هڅې د تقدیر وړ دي."

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ماشومانو له حقونو څخه د خوندیتوب یو شمېر بنسټونو اندېښنه ښوولی وه چې طالبان ماشومانو ته رزونه ورکوي څو د جګړې پر مهال له هغوی استفاده وکړي.

د غزني والي ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې بهر ته د افغان ماشومانو په لېږدولو کې ځینې لویې کړۍ لاس لري چې په خبره‌یې د پېژندنې په هدف‌یې څېړنې روانې دي.

راپور: محمد حدیث پردېس