د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د پکتيا علما: د واټن کمولو لپاره دې مدارسو ته پام وشي


د چهارشنبې په ورځ د پکتيا ديني علماوو له ولايتي ادارې سره په ناسته کې وويل، که حکومت غواړي د ديني علماوو او حکومت تر منځ شته واټن راکم شي نو په کار ده چې د ښوونځيو په څېر ديني مدارسو ته هم توجه وکړي.

د پکتيا د علماوو په استازولۍ په دغې غونډه کې مولوي عبدالواحد خبرې وکړې او د علماوو د ستونزو په اړه‌يې ولايتي اداره په جريان کې کړه او تر څنګ‌يې وويل:

"که حکومت ديني مدارسو او علماوو ته مخه کړي لکه څرنګه چې نور ادارات امتيازات لري همداسې ټول‌يې بايد ولري هغه حقوق لکه معارف‌يې چې لري مدارسو ته هم بايد حقوق ورکړل شي، همدا اوس دا لويه فاصله ده چې مدارس خپله بودجه نه‎لري."

د ده په خبره په پکتيا او ټول افغانستان کې ديني علما او مدارس حکومت پرېښي دي، نه‌يې پالنه کوي او نه هم ترې د ضرورت په اندازې نظارت چې دې کار د حکومت او علماوو تر منځ فاصله ايجاد کړې.

په پکتيا کې د علماوو شورا رئيس خواجه‌الدين حق‌بيان له رسنيو سره په خبرو کې زياته کړه چې دوی په هېواد کې په ټولو اسانتياوو سمبال لويو ديني مراکزو ته اړتيا لري چې راتلونکی يې تضمين کړي.

نوموړی وايي:

"که موږ دلته په امکاناتو پوره او سالمې مدرسې ولرو نو ګاونډي ته به ولې زموږ ماشومان د زده‎کړو لپاره ځي او که دلته اسباب مدين ورته برابر شي زموږ لمنې به له ګاونډيانو راټولې وي او بله خبره دغه ده چې ګاونډيان له موږ نه هغه څه غواړي چې د دوی په ګټه وي نه د دين په ګټه، زموږ په دولت غږ دی چې د ديني مدارسو لپاره کار وکړي او هغه ژمنې چې اشرف غني کړې وې چې د ممبر او ارګ تر منځ به فاصله کمه وي دا يې وخت دی دوی دې خپلې ژمنې پوره کړي."

نوموړي زياته کړه، که حکومت دې برخې ته د وس تر اندازې هم پاملرنه وکړي په هېواد کې د روانو ناخوالو له‌منځه وړلو په برخه کې به‌يې د شته علماوو په مټ ډېر غټ کار کړی وي.

په دې غونډه کې د پکتيا والي زلمي ويسا له ديني علماوو سره ژمنه وکړه چې دی به په خپلو او د مرکزي حکومت په امکاناتو د دوی د ستونزو هواري لپاره اقدامات کوي.

د پکتيا والي زلمی ويسا
د پکتيا والي زلمی ويسا

ښاغلي ویسا زیاته کړه:

"ستاسې ټولې ستونزې ما واورېدلې او د دغو د هواري لپاره به موږ اقدامات کوو او هغه څه چې همدا اوس زموږ په واک او امکاناتو کې دي ترسره کوو او تر هغه وروسته به د مرکزي حکومت په مرسته نور کارونه هم ترسره کړو."

دا لومړی ځل دی چې د ولايت مقام د پکتيا په کچه تر ۶۰ زيات ديني علما راغواړي او د غونډې په ترڅ کې د دوی ستونزې اوري او د حل په موخه‌يې ورسره ژمنه کوي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG