زمریال: په کندهار کې د پولیو ضد واکسین پیلېږي

ټاکل شوې چې سبا دوشنبه په کندهار کې د پوليو ضد واکسينو څو ورځنی کمپاين پیل شي.

دا کمپاین د کندهار سپین بولدک، شاولي کوټ او میانشين کې د وسله‎والو طالبانو له بندیز سره مخ دی.

د کندهار د عامې روغتيا رئيس محمد عظيم زمريال وايي چې د دوشنبې په ورځ چې د جولای ۱۰ مه کېږي، د پوليو ضد واکسينو څو ورځنی کمپاين به شروع شي چې په خبره يې، په دغه کمپاپن کې به د جنوبي حوزې په کچه پنځه لکه ۷۸ زره ماشومان د پوليو ضد څاڅکو په واسطه واکسين شي.

​نوموړي همدا راز وويل چې دوی په افغانستان کې څلور د پوليو مثبتې پېښې لري چې ډېرې يې د کندهار په زون کې دي.

ښاغلي زمریال زیاته کړه:

"ټول هغه ماشومان به واکسین شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم وي، تقریباً پنځه لکه ۷۸ زرو ته يې شمېر رسېږي."

زمريال وايي، پوليو يوه وژونکې ناروغي ده چې پر وړاندې يې مبارزه د هر افغان دنده ده.

همدارنګه نوموړی د پولیو ضد د کمپاينونو پر وړاندې په سپين بولدک او ځينې نورو سيمو کې مشکلات مني او وايي چې اوس تر ډېره ځايه د حل کېدو په حال کې دي.

چارواکي وايي چې له تېرې شنبې ورځې راهیسې وسله‎والو طالبانو د کندهار په سپین بولدک، شاولي کوټ او میانشین ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

د چارواکو په وینا، وسله‎والو طالبانو پر واکسین د بندیز د لېرې کولو لپاره دوه غوښتنې وړاندې کړې دي.

په دغو غوښتنو کې د واکسین د پروسې د یو شمېر رضاکارانو لېرې کول او پر ځای یې د دوی د کسانو ګمارل شامل دي.

چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو دغه راز د پولیو په پروګرام کې د یو شمېر مسؤلینو د لېرې کولو غوښتنه هم کړې چې په وینا يې، له حکومت سره د طالبانو معلومات شریکوي.

د پولیو د واکسین دغه بندیز لومړی سپین بولدک کې ډېورنډ فرضي کرښې ته نېږدې پر هغو ماشومانو ولګول شو چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو، خو چارواکي وايي چې اوس دغلته واکسین پیل شوي، خو د سپین بولدک، شاولي کوټ او میانشین په یو شمېر سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د پولیو واکسین نه تطبیق کېږي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي .

راپور: محمد صادق رښتینی