دانش: د مخدره موادو په وړاندې مبارزې پر پلانونو دې له سره کتنه وشي

په افغانستان کې د مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې په هدف د ملي يووالي اوونۍ پېل شوه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او توليد ګراف د تېرو کلونو په پرتله لوړ شوی د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت په ټول هېواد کې د یادې پدیدې سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د ملي يووالي اوونۍ پېل کړه.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ د ملي يووالي د اوونۍ د پیل په مراسمو کې وویل چې د دغه پروګرام له لارې به له يوه اړخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او له بله اړخه به د یادې پدېدې په وړاندې مبارزه لاجدي او ګړندۍ شي.

عظیمي:د دغه محفل او د ملي يووالي د اوونۍ د پېلولو هدف د مخدره موادو په وړاندې جدي مبارزه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"د دغه محفل او د ملي يووالي د اوونۍ د پېلولو هدف د مخدره موادو په وړاندې جدي مبارزه ده، دغه پديده کورنۍ، ټولنه او په ټوله کې زموږ هېواد په جدي توګه ګواښوي."

اغلې عظیمي وویل چې د مخدره موادو په وړاندې په مبارزه کې ټول افغانان باید سره يو موټی شي او د دغې ناوړه پديدې په وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د مخدره موادو د سره د مبارزې لپاره د ملي يووالي اوونۍ د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت په نوښت د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې په همغږۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې هر کال یو ځل جوړېږي.

په دغه اوونۍ کې د مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې او خلکو ته د عامه پوهاوي بېلا بېل پروګرامونه د دیني عالمانو، مېرمنو، مدني فعالانو او لوبغاړو په وسیله د غونډو، مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې درې میلیونه وګړي په مخدره موادو روږدي دي چې نېږدې يو میلیون يې مېرمنې دي.

په دې وروستیو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د روان کال له پیله تر اوسه دوی په یاده برخه کې ۱۳۳۶ عملیاتونه کړي چې په نتیجه کې څه باندې ۱۹۰ ټنه مخدره مواد او ۱۵۱۰ ټنه لوی او واړه قاچاق کوونکي نیول شوي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بیا یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې د مخدره موادو سره روانه مبارزه تر ډېره بریالۍ نه ده او د دغه پديدې په وړاندې د مبارزې په تګلارو کې باید بدلون راشي.

دانش:د مخدره موادو سره روانه مبارزه تر ډېره بریالۍ نه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو کلونو کې د مخدره موادو سره په مبارزه کې بریالي نه و، په دغو کلونو کې د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره بېلا بېل پلانونه او تګلارې د افغانستان د حکومت او نړیوالو بنسټونو لخوا ارائیه شوي خو حقیقیت دا دی چې دغه پلانونه او تګلارې کافي نه وې او زموږ تمه دا ده چې زموږ سیمه ییز او نړیوال مرستندویان پخپلو پلانونو او تګلارو بیا کتنه وکړي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی محمد عبده وايي، له مخدره موادو سره مبارزه هله بریالۍ کېدای شي چې د سیمې او نړۍ په کچه وي.

ښاغلی عبده وايي، پولیس او قضايي ارګانونه باید مافیايي کړۍ او د سترو قاچاق کوونکو په وړاندې په مبارزه کې جدي شي.

راپور: واصل وصال