کندزیان: افغان حکومت مو د امنیت او بې‌ګناه وژنې پوښتنه نه‌کوي

کندزیان وايي، له څو کالو راهیسې په دې ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات پیلېږي، خو تر اوسه د دولت تر حاکمیت لاندې د جغرافیې لمن نهده پراخه شوې.

د دغه ولایت اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کندز په روان وضعیت اندېښنې څرګندوي او ویلي یې دي، سره له دې چې هر کال د دې ولایت په کچه په بېلابېلو نومونو د وسلهوالو مخالفينو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات تر سره کېږي، خو تر اوسه د دولت تر مديریت لاندې اراضي پراختیا نهده موندلې او لا هم د دې ولایت ډېره خاوره د دولت ضد عناصرو تر کنټرول لاندې ده.

​د کندز یو قومي مشر حاجي شریف د دې ولایت د روانو حالاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هرې خواته خلک وژل کېږي، خو پوښتنه نه‎شته او حکومت هېڅ پوښتنه نهکوي چې ولې خلک بېګناه وژل کېږي او که په ورځ کې۱۰۰ نفره هم ووژل شي، څوک یې پوښتنه نهکوي او د امنیت پوښتنه خو مه کوه، ټول خلک د امنیت له نشتوالي سر ټکوي."

په ورته وخت کې په کندز کې یو مدني فعال ډاکټر جمال بهمنش بیا وايي چې هر کال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې حکومت د وسلهوالو مخالفينو پر وړاندې چاڼیز عملیات تر سره کوي، خو بیا هم هر کال د دې ولایت یو شمېر سیمې د دولتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفينو تر منځ لاس په لاس کېږي.

ښاغلي بهمنش زیاته کړه:

"په کندز کې امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، یعنې مصؤنیت د نا امنۍ پر لور روان دی او خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او دغه روان وضعیت ته په کتو سره حکومت هره ورځ خپل ځان بایلي، حتی د خپلسرو وسلهوالو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی."

د کندز د ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي

په همدې حال کې د نوموړي ولایت د ولایتي شورا یوه غړي محمد یوسف ایوبي، د کندز د اوسني حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"همدا اوس د کندز ډېره اراضي د طالبانو تر تسلط لاندې ده او یوازې د ښار په محدودیه کې دولت حاکمیت لري او د دې ولایت سیمهییزه اداره ډېره ضعیفه ده او کومې ژمنې چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د کندز خلکو سره کړې وې، تر اوسه دغو جګ پوړو چارواکو خپلې ژمنې نهدي عملي کړي."

بلخوا د کندز د والي ویاند سید محمد دانش دغه انتقادونه بېځایه بولي او زیاتوي چې دمګړۍ افغان ځواکونه د دې ولایت پر اوضاع بشپړ حاکمیت لري او په سیمه کې دولت ضد عناصرو ته د سر پورته کولو اجازه نه ورکوي.

د کندز د والي ویاند سید محمد دانش

ښاغلي دانش وویل:

"دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی او زموږ ځواکونه په قوي مورال سره د دښمن پر وړاندې جنګيږي او د کندز پر اوضاع پوره حاکمیت لري، موږ د تلوکې سیمه د دښمن له وجوده تصفیه کړې او هلته مو یو بېز جوړ کړی او لا هم په سیمه کې د طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري."

خو د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې همدا اوس د کندز ښار پورې اړوند د تلوکې په سیمه کې د وسلهوالو مخالفينو پر ضد د افغان ځواکونو چاڼيز عملیات جریان لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او دغه عملیات به تر هغه وخته په سیمه کې دوام لري، څو چې د دې ولایت ټولې نا امنې سیمې د طالبانو له شتون څخه نهوې پاکې شوي.

راپور: اجمل ارین