د کندز امنیه قوماندان: ډېر ژر به په خان اباد کې پوځي عملیات پیل شي

د کندز امنیه قوماندان وايي چې په خان اباد ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیلېږي.

جنرال عبدالحمید حمیدي بېګا له ازادي راډیو سره په ټلیفوني مرکه کې د عملیاتو د دې پیل دقیق وخت نه دی څرګند کړی.

هغه څرګنده کړه چې دخان اباد د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې وسله وال طالبان او هغه غېر مسئولې وسله والې ډلې لاس لري چې د وسلې په زور ګټې کوي.

حمیدي: خان اباد ته اضافي امنیتي ځواکونه لېږل کېږي.

جنرال عبدالحمید حمیدي وویل:

"د ټولو امنیتي ادارو په ګد پلان کې پرېکړه وشوه چې خان اباد ته اضافي ځواکونه واستول شي څو هغه کسان ونیول او قانوني ادارو ته معرفي شي چې په خان اباد کې یې جنایتونه پیل کړي دي، بې له شکه، دا هم وسله وال مخالفین دي او هم هغه فرصت طلب خلک دي چې په ټوپک ګټه کوي، په دې کې یو شمېر هغه کسان هم شته چې مخکې د پاڅونکونکو په نوم، وسلې ورکړ شوې وې."

خان اباد ولسوالي کندز ښار ته لنډه پرته ده او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یوځلې د لنډې مودې لپاره وسله والو طالبانو نیولې وه.

تېره ورځ د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د خپل سرو وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې شپږ ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د رپوټونو په حواله، داسې نه ګڼل کېږي چې دا ډلې له وسله والو طالبانو سره تړلې وې.

د خان اباد یوشمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې له هغه راهیسې د ولسوالۍ بازار بند دی.

د خان اباد یوه اوسېدونکي، الله نور د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې غیر مسئولو وسله والو یې ژوند تریخ کړی او له حکومته یې وغوښتل چې له خلکو سره مرسته وکړي.

الله نور وویل:

"د دې غیر مسؤلو وسله‎والو له ظلم او بې بندو باریو په تنګ شوي یو، هره ورځ د دوی تر منځ جګړه وي، تېره ورځ هم د خپلسرو وسله‎والو تر منځ جګړه وشوه چې له کبله یې یو توغندی په بازار کې ولګېد او ډېر کسان په‎کې ټپیان شول، دولت باید د دغو غیر مسؤله وسله‎والو مخه ونیسي."

کندزیان: خان‌اباد کې خپلسرو وسله‌والو پوزې ته راوستي یوو.

د خان اباد ولسوالۍ یو شمېراوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دې وضعیت د خپلو کورونو اوسیمو پرېښودلو ته مجبور کړي دي.

خو د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت ښه کولو لپاره پلان کې لري چې اضافي پوستې واچوي، امنیتي ګزمې زیاتې کړي او د مشکوکو کورونو تلاشي به پېل کړي.

د کندز امنیه قوماندان څرګنده کړه چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې د علي اباد ولسوالۍ او ښار ترمنځ لاره پرانیستې ده.

جنرال حمیدي د یوشمېر کندزیانو دا ادعا هم رد کړه چې په مرکزي حکومت کې ځیني کړۍ هلته د نا کرارۍ اور ته لمن وهي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې په خان اباد ولسوالۍ کې د امنیت د خرابېدو له امله هغه موټرو چلوونکي او ولسي خلک هم کړېږي چې د کندز او تخار پر سړک تګ راتګ کوي.

موټر چلوونکي: وسله وال کسان مو موټر دروي.

یو شمېر موټر چلوونکو ازادي راډیو ته ویلي چې وسله وال کسان وخت ناوخت موټر دروي او د خلکو مالونه چور کوي.