د ارزګان کروندګر : دولت دې د کوکنارو بدیل کښت راته پیدا کړي

د ارزګان ولايت يو شمېر بزګرانو ازادي راډيو ته ويلي چې سږ کال يې د کوکنارو کښت زيات شوی، خو حلاصلات يې کم وو.

دوی وايي، کوکنار له مجبوريته کري او له حکومت څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت بدیل ورته پیدا کړي.

دا کروندګر له سهاره تر ماښامه په همدې پټي کې بوخت وي، یوازې دی نه بلکې څلور کلن او پنځه کلن بچیان یې هم ورسره ملګري کړي، د دوی هڅه داده چې یوه حلاله ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

دوی سږ کال پر همدې پټو کوکنار کرلي و، تر بل هر وخت ډېر، ځکه سیمه یې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وه.

او تمه یې دا چې ترې ډېر څه به لاسته راوړي.

دا چې د تېرو کلونو په پرتله یې حاصلات څنګه و څو تنو کروندګرو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل؟

"سږکال مې په خپله ځمکه کې ۸ جریبه کوکنارکرلي وه، یوازې دوه منه حاصل مې ځینې تر لاسه کړل، سره له دې چې فوجي مې هم زامنو راسره کوله، زه په دې هیله وم چې ګوندې یو شی لاسته راوړو، خو سږکال یو خو نا امني وه، بارانونه چندان نه وه."

یو شمېر افغان ماشوما د تریاکو ټولولو پرمهال.

خو دا کروندګر پړه ټوله پر دولت ورغورځوي او وايي چې کوکنار له مجبوري کري، دوی وايي چې د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار نه لري او نه هم دولت ورته د کوکنارو بدیل کښت موندلی:

"که چېري حکومت موږ ته د کوکنارو په بدل کې اصلاح سوي تخمونه راکړي، موږ بیا تارياک نه کرو، موږ اوس مجبور يو چي تارياک وکرو، ځکه زموږ د بيندیو من په ۳۰ کالدارو خرڅېږي، رومیان من په ۲۰ کالدارو خرڅېږي، بانجڼ په ۲۰ کالدارو خرڅېږي، موږ د تارياکو له کښت پرته هيڅ شی لاس ته نه سو راوړلای."

په همدې پټي کې یوازې د همدې کروندګر لالا لاسونه نه دي تڼاکي شوي، دلته روح الله جان هم خپل لاسونه تڼاکي کړي، دوی وايي چې د کلي نور ماشومان یې ښوونځۍ ته ځي، خو دی او ورور یې له پلار سره په پټي کې بوخت وي.

دوی وايي چې ښوونځي ته د تګ ډېر ارمان لري.

"په دې تاریاکو کې به مو له بابا سره پوجي کوله، مکتبونه راڅخه پاتې و، نور ماشومان مکتب ته تلل زه به ټوله ورځ په فوجي اخته وم.، زه د مکتب ډېر ارمان لرم، زما همزولي سږ کال په ۱۲ صنف کې او یا هم فارغ دي، زما هیڅ شی نه دي زده."

یو شمېر افغان ماشومان د تاریاکو د پوجي پرمهال.

داچي د ارزګان ولایتي اداره ددغو کروندګرو په ځواب کې څه وايي، په دې اړه مې ددغه ولایت د والي د مرستیال عبدالواحد پټان سره خبرې کړې:

"زه چې ګورم متاسفانه لکه څنګه چې په نورو ولایتونو کې کرونګرو ته د کوکنارو د بدیل کښتونو زمینه برابره شوې، په روزګان کې کروندګرو ته هغومره کار نه دی شوی او بايد د دې ولايت بزګرو ته هم کار وشي،موږ خپلي هڅې کړي، سړې خوني او اصلاح سوي تخمونه په پام کې لرو او مرکزي ادارو ته مو پشنهادونه لېږلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ارزګان ولایتي شورا او مدني فعالینو ویلي وو چې په دغه ولایت کې سږ کال یو جریب کوکنار هم نه دي پاک شوي.

راپور:شریف الله شرافت