د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سولې عالي شورا له طرحې ملاتړ وکړ

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پرمهال د امنیت د ټینګښت لپاره، د سولې د عالي شورا له لوري، د اوربند د طرحې ملاتړ وکړ.

د کمېسیون د دارالانشا رئيس، امام محمد وریماچ بېګا ازادي راډیو ته وویل، دولت مسئول دی چې له پوځي او سیاسي لارو د را روانو ټاکنو امنیت ټینګ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د را روانو ټاکنو د ښه امنیت لپاره پر داسې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د انتخاباتو پر وخت، په نا امنه سیمو کې اوربند وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس د سولې د عالي شورا د دې کار هرکلی وکړ.

وریماچ:امید لرو چې د سولې عالي شورا خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

امام محمد وریماچ وویل:

"د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډېر خوشحال دی چې د سولې عالي شورا داسې ابتکار یا نوښت کړی چې د ټاکنو په بهیر کې به امنیت ښه شي، موږ دا کار ډېرنېګ ګڼو او له دې شورا زموږ هیله ده چې په ټول افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅې وکړي، دا دي یوازې د ټاکنو لپاره نه وي، دا د هر افغان حق او هیله ده چې سوله ټینګه شي، امید لرو چې د سولې عالي شورا خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځیني سیمو کې د امنیت خرابوالی د ټاکنو په وړاندې مهمه مسئله ګڼي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د پر داسې طرح کار کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو پر مهال، په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت خراب دی اوربند شي.

سرابي:دا یوه طرح ده او کار پرې روان دی.

حبیبه سرابي وویل:

"منځګړیتوب د سولې د عالي شورا د کار ځانګړتیا ده نو موږ هیله لرو چې د یو شمېر کسانو، سیاسي ګوندونو او نړیوالو دوستانو په مرسته به دا طرحه عملي کړو او وسله وال طالبان به د ټاکنو په وخت کې اوربند کړي، دا یوه طرحه ده او کار پرې روان دی."

د سولې د عالي شورا مرستیالې ونه ویل چې د اوربند طرحه به یې څه وخت بشپړه شي.

هغې د اوربند د طرحې د جزئیاتو له څرګندولو هم ډډه وکړه.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د را روان کال د سرطان په شپاړسمه وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې بهیر د امنیت ټینګولو لپاره تېره اوونۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارت، د ملي امنیت ریاست او سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.