افغان حکومت په "WTO" کې د ښې استفادې لپاره ۱۵ کلنه اقتصادي ستراتېژي جوړه کړې

افغان حکومت د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د اغېزمنې استفادې په هدف ۱۵ کلنه ستراتېژي جوړه کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د پنځلس کلنې ستراتېژۍ عملي کول په افغانستان کې د صنعت د ودې، د پانګونې د جلب و جذب او د ترانزیټي ستونزو په هواري کې خورا مهم رول لوبولی شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره ښه فرصت دی.

د ښاغلي قوقندي په خبره له رامنځته شوي فرصته د ښې استفادې لپاره د هر اړخیزې ستراتېژۍ موجودیت او پلي کول حیاتي رول لري.

قوقندي: موږ به راتلونکو ۱۵ کلونو کې خپل صنعت پراخ کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"د ستراتېژۍ هدف دا دی چې موږ په راتلونکو ۱۵ کلونو کې څنګه خپل صنعت ته وده ورکړو، صادارات مو زیات شي او څنګه کولای شو چې په افغانستان کې ډېره پانګونه جذب کړو، دا ستراتېژي د افغانستان د صعنت او اقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه او اغېزمنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت کابینې د چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د اغېزمنې استفادې لپاره د پنځلس کلنې ستراتېژۍ د طرحې مسوده تائید کړه.

افغانستان باید د دغې ستراتېژۍ له مخې تر ۲۰۳۱ میلادي کاله پورې د صنعت د ودې، د صادراتو د زیاتېدو، له سیمې او نړۍ سره د ترانزیټي ستونزو د هواري او د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن او اساسي ګامونه پورته کړي او د سوداګرۍ نړیوال سازمان به هم ورسره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

افغانستان تېر میلادي کال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب واخیست چې له مخې یې کولای شي د نړۍ له ۱۶۳ هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که افغانستان په اغېزمنه توګه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې له خپل غړیتوبه ګټه واخلي، د سیمې له انحصاره به خلاص شي.

تلاش: افغانستان به د سیمې له انحصاره خلاص شي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وايي، افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د سیمې او په خاصه توګه د پاکستان او ایران له لوري د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ زیانونه لیدلي نو ځکه باید له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه نړیوال او یا سیمه‌ییز هېوادونه چې د نړیوال تجارت له اصولو څخه سړغړونه کوي لکه پاکستان او ایران چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان له اقتصاد سره ډېره لویه جفا کړې ده نو دا به هم نړیوال واوري، طرحې به وړاندې کړي او اقتصادي فشارونه به پر سیمه‌ییزو هېوادونو راوړي او په دې توګه به هغوی د نړیوال تجارت اصولو ته غاړه کېږدي."

ښاغلی تلاش وايي، که څه هم افغانستان اوبو ته لار نه‌لري خو په خبره‌یې، له خپل مهم ستراتېژیک موقعیت او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې له خپل غړیتوب څخه په استفادې کولای شي د سیمې د اتصال په مرکز بدل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس